د سیف علي خان لور سارا خپل لومړی فلم د کرن جوهر تر لارښوونې لاندې جوړوي.
ځینې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي وه، چې سارا به د هیرتیک روشن سره په وړاندې ولوبیږي؛ خو وروستي رپوټونه وايي، چې نوموړې به د کرن جوهر په Student of the Year2 فلم کې د ټایګر شروف سره ګډ کار وکړي.
سیف علي خان هم د کرن جوهر په فلم کې د خپل لورکۍ لوبیدل تائید کړي او خوښښي يې ښودلې چې لور يې خپل لومړی سینمايي فعالیت د کرن جوهر تر لارښوونې لاندې له فلم څخه پیلوي.
سیف علي خان وايي، چې دی په خپل لور پوره باور لري، او هغه به خپله پوره وړتیا وښيي.
سارا د سیف علي خان د جلا شوي میرمن لور ده، چې سیف علي خان پرې ډير پام کوي.