چهارشنبه , 17 اپریل 2024

د شهزاد پیاوړې توپ وهنه سپین غر پرلپسې درېیمې بریا ته ورسوله

د غازي امان الله خان یوې ورځنیو سیالیو په لړ کې کې سپین غر خپله درېیمه لوبه د کابل لوبډلې په وړاندې ترسره کړه او دغه لوبه يي د ۶۴ منډو په ستر توپیر وگټله

د لوبې پچه د سپین غر لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

د سپین غر لوبډلې ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د محمد شهزاد سلیزې په مرسته ۳۲۱ منډې جوړې کړې.

سپین غر لپاره محمد شهزاد که څه هم د ټپي کېدو لپاره امله یوې مودې لپاره له لوبې څخه بهر شو خو بېرته توپ وهنې لپاره راغی او په ۸۰ توپونو د نهو څلوریزو او اوو شپږیزو په مرسته يي ۱۰۹ منډې جوړې کړې. اکرام علي‌خېل په ۹۳ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۹ او طاهر خان په ۳۶ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۴ منډو جوړولو سره هم ښه وځلېدل.

د کابل لوبډلې لپاره عبدالله مزاري ۴ او نوین الحق، کریم جنت، جاوېد ځدران او انعام الله خان یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د کابل لوبډلې په ۴۷٫۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د شوکت زمان او شفیق الله شفق ښه توپ وهنې په مرسته ۲۵۷ منډې جوړې کړې.

د کابل لوبډلې لپاره شفیق الله شفق په ۳۶ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۵ او شوکت زمان په ۷۲ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۵۲ منډې جوړې کړې.

د سپین غر لوبډلې لپاره افتاب عالم او قیس احمد درې درې او فرید احمد او عظمت الله عمرزی دوه دوه وېکېټې واخیستې.

محمد شهزاد یو ځل بیا د غوره او چټکې توپ وهنې له امله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

نړۍ نیوز