د شپې لخوا غوږ کې د هوګې ټوکړه کیږدئ او ګټې یې وګورئ!

هوګه یو له داسې ګټورو خوړو څخه ده، چې د زړه سربېره د ډېرو خطرناکو او هلاکونکو ناروغیو مخه نیولو کې مرسته کوي.

په تیرو وختونو کې ټولو پیژندل شویو حکیمانو د زیات شمیر ناروغیو لپاره هوګه د درمل په توګه کاروله، اوسني ساینس هم ثابته کړې چې هوګه د خوراک ترڅنګ بې شمیره نورې حیرانونکې روغتیايي ګټې لري.

د هوګې له یو شمېر نورو ګټو څخه یې یوه د غوږ درد په حیرانونکي ډول ارامول دي، چې ددې لپاره مختلفې لارې په کار اچول کیږي، لکه دوه پلیه هوګه چې په شړشمو تېلو کې ګډه کړئ او بیا یې په اور کیږدئ، تر څو هوګه یو اندازه رنګ بدل کړي، خو پام مو وي چې توره نشي، بیا یې یخه کړئ او څو څاڅکي په دردونکي غوږ کې واچوئ.

خو دلته د هوګې له لارې د غوږ درد ارامولو لپاره یوه بله لاره ښودل کیږي، چې ډېره اسانه او اغیزناکه ده، د روغتیا پوهان وایي چې هوګه داسې طبیعي انټي بیټک antibiotic دی چې د یو شمېر ناروغیو مخه نیسي، او ددې په استعمال سره پړسوب هم له منځه ځي.

که چیرې تاسې د غوږ درد څخه کړیږئ، یا مو غوږ پړسوب کړی وي نو د شپې لخوا غوږ کې د هوګې یوه ټوکړه کیږدئ، سهار له بیداریدو وروسته به تاسې حیرانونکې پایلې وګورئ، چې د غوږ درد، پړسوب او هر ډوله ناروغي به ښه شوې وي، او تاسې به د ارام احساس کوئ.

تاسې به هم حیران یئ چې هوګه څنګه کولای شي د غوږ درد بلکل له منځه وړي؟ ددې وجه په هوګه کې د داسې مکروب کش موادو شتون دی چې له بدن څخه هغه مکروب چې د انفیکشن لامل جوړیږي له منځه وړي.