چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د شپې له مخې لږ خوب مو مخونه بدرنګوي

نوې برتانوۍ څېړنې ښودلې ده، چې د شپې له مخې کافي اندازه خوب کول د انسان د مخ ښکلا او جاذبيت ډېروي. بر عکس که يو تن د شپې له مخې لږ بيدېږي د نورو پر نسبت يې د مخ جاذبيت او ښکلا کمه وي.

دا څېړنه د انګلستان به ليفربول پوهنتون کې ترسره شوې او په «د ساينس دولتي ټولنې» مهالنۍ کې خپره شوې ده.

څېړنه کې پر ۲۵ نارينه او ښځينو محصلينو ازموينه شوې ده. له هغوی غوښتنه شوې ده چې دوه شپې پرله‌پسې ښه خوب وکړي.

له يوې اوونۍ وروسته له هغوی وغوښتل شول، چې دوه شپې پرله‌پسې د شپې له مخې يوازې څلور ساعته ويده شي. وروسته څېړونکو په دواړو حالتونو کې له سينګار پرته د دې کسانو د مخونو انځورونه واخيستل.

له دې وروسته يې له ۱۲۲ تنو وغوښتل چې تر ازموينې لاندې د نيول شويو محصلينو د مخونو انځورونه وويني او د جاذبيت، روغتيا، پرکالۍ او باور له مخې يې ترتيب کړي. له دوی وپوښتل شول، چې «تر کومې اندازې غواړې له انځور والا سره په اړيکه کې شې»؟

د انځورونو ليدونکو وويل چې په دوی کې له هغوی کسانو سره د اړيکې نيولو له پاره لږ ميلان لري، چې ستړي او ناروغ برېښي.

څېړونکو ويلي، چې ستړی شکل هغه که د لږ خوب له امله وي او که بل لامل يې وي، نور له دې ډاره له ځانه شړي، چې ښايي دا تن په کومه ناروغۍ اخته وي.

د هغوی په اند د سترګو شاوخوا کې توروالی او د سترګو پړسوب ښايي د نا ارام خوب له کبله وي، چې له نورو سره د انسان اړيکو ته زيان رسوي.

لیکوال:تميم ځاځی