چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د صدقه فطر(سرسایې) د وجوب حکمتونه

لیکنه : عبدالله عزام

شریعت چې د بندګانو لپاره هر حکم مشروع کړی وي ، په هغه کې د شارع یو نه یو حکمت هرومرو وی . له شرعي اوامرو څخه یو هم صدقه فطر ده ، چې ځیني حکمتونه یې په لاندي ډول دي :

د روژاتي لپاره پاکوالی دی ، کوم لغوه او بېهوده کارونه چې یې د روژې په میاشت کې کړي وي او له امله یې د روژې ثواب ته نقص رسېدلی وي ، په دغه سره الله تعالی له هغو څخه انسان پاکوي .

د مسکینانو لپاره خواړه دي او د اختر په ورځ هغوی له سوال کولو څخه خلاصول دي . په دې سره دهغوی زړونو ته الله تعالی خوښي وربخښي تر څو ټول د اختر خوشالي ولمانځي .

د مسلمانانو سره همدردي ده ، تر څو د اختر په مبارکه ورځ ټول د اختر د ورځي لمونځ او عبادت په خوښي سره ولمانځي . دغه امور د حضرت ابن عباس رضي الله تعالی عنه په هغه حدیث کې داخلیږي ، چې فرمایي : (فرض رسول الله صلی الله علیه وسلم زکاة الفطر طهرة للصائم من اللغو والرفث ، وطعمة للمساکین…)

د دغه مال اصلي مستحق ته په محدود وخت کې دهغه  په ورکولو سره ستر اجر او ثواب ترلاسه کول دي . لکه څنګه چې د ابن عباس رضي الله تعالی عنه په پورتني حدیث کې ورته اشاره شوې ده چې یوه برخه یې داده : ( فمن اداها قبل الصلاة فهي صدقة مقبولة ، و من اداها بعدالصلاة فهي صدقة من الصدقات.) چاچې هغه له لمانځه مخکي اداکړل ، نو هغه قبوله صدقه ده او چاچې د اختر له لمانځه وروسته اداء کړه نو د عامو صدقاتو غوندي ده .

د بدن زکاة او سرسایه ده ، چې الله تعالی یو کال بیا هغه ته بقاء ورکړه . له همدې امله کوچنی او لوی ، نارینه او ښځه ، غني او فقیر ، غلام او آزاد ، کامل او ناقص ټول دسرسایې په اندازه  کې سره برابر دي او هغه یو صاع ده .

د الله تعالی د دې نعمت شکر هم دی ، چې مسلمانانو د روژې د مبارکي میاشتې روژې او عبادت په خیر پای ته ورسولې . د الله تعالی داسي رازونه دي چې د دنیاوالو عقلونه هغو ته نشي رسېدلی .