پنجشنبه , 18 اپریل 2024

د صلحي ارزښت او ټینګښت

ليکنه: انجینر داؤد اڅک

په درې ورځني اوربند کي چي د طالبانو او حکومت تر منځ د ۱۳۹۷ هش کال د کوچني اختر په ویاړ اعلان سو د مظلوم اولس سپیڅلو احساساتو چي د خوښۍ تودې اوښکي ورسره بهیدلې زه اړ کړم چي د صلحي په هکله خپل باور او نظر ستاسو درنو هیوادوالو سره شریک کړم .

صلحه عربي کلیمه ده چي د تړون ، قرارداد یا پیمان معنا ورکوي خو په افغاني ادبیاتو کي د پخلایني یا اشتي په مفهوم ده چي د جنګ یا حرب په مقابل کي استعمالیږي . اما په اصطلاح یا عام مفهوم کي هغه ټولنیز شرایط دي چي د یوې ټولني ټول خلګ ازاد، ارام او بیله کوم تشویش او تضاد څخه ژوند وکړي . یعني د ټولني هر وګړی په هر قوم او مذهب پوري چي اړه لري باید بیله کوم خطر او تشویش څخه په ازادانه ډول ژوند وکړي، تعلیم وکړي ، عبادت وکړي ، سیاست او تجارت وکړي .

که لږ څه مخته ولاړ سم صلحه ژوند دی، عشق دی، انسانیت دی، ټولنیز او بشري ضرورت دی، د جهان، تمدن او افغانستان د حفظ او ساتني ضمانت دی . که په علمي او فلسفي عینکو کي ورته وګورو صلحه د ټولني شکل او مضمؤن دی . یعني بیله صلحي څخه منظمه ټولنه نسي تعریف کیدای ، لحاظا صلحه په ټولنه کي د ملي ارزښتنو ستون فقرات دی، په هره ټولنه کي چي صلحي فرار کړی وي او جنګ حاکم وي د هغې ټولني به ټول ملي ارزښتونه برباد وي، ملي شتمنۍ ، دولتي بنسټونه به ئې وران وي او خلګ به ئې په بې کاري، بې عزتي، ژړا او محتاجي کي ژوند کوي لکه جنګ ځپلي افغانستان او په جنګ کي نور شکیل هیوادونه . ځکه ویلای سم چي صلحه د ټولني او بشریت لپاره یو « باید » دی .

اوس په افغانستان کي صلحه څنګه ټینګیدای سي ؟

په افغانستان کي د  خونخور جنګ دوام او د عادلانه ، تل پاتي او سرتاسري صلحي نه ټینګښت دوه غښتلي لاملونه لري، یو بنسټیز لامل ئې بهرنی او بل ئې کورنی دی .

۱- بهرنی لامل ئې موږ او تاسو په نړۍ او افغانستان کي وینو چي د پردیو او زور واکو هیوادو تجاوزونه دي پر غریبو او ضعیفو هیوادو باندي، یعني بهرني زور واکان پخپل ساړه جنګ کي د بري لپاره چي د خپلو جیوپالیتیک او جیو ستراتیژیکو ګټو لپاره ئې پر لاره اچولی دی پر کمزورو او بې واکه هیوادو باندي د منځنیو پیړیو په شان خو په نوو پلمو او نیرنګ سره حملې کوي، اشغالوي ئې او بلاخره د خپلو ګټو په خاطر جنګ پر تحمیلوي . دغه بهرنی لامل به تر هغو پوري په نړۍ کي ساړه او کله هم تاوده جنګونه رازیږوي تر څو چي جابره هیوادونه انسانیت ته نه وي راګرځیدلي، یعني د غریبو او مخ پرانکشافه هیوادو انسانانو ته په انسانیت سره نه وي قائله سوي او ددوی سالیمو حقوقو او ازادۍ ته ئې غاړه نه وي ایښې .

زه باورمند یم که نن طالبان صلحه وکړي سبا به داعیش د مختلیفو هیوادو لخوا په ډول د ډولو حمایه کیږي او د جنګ د دوام په خاطر به استعمالیږي، همداسي که سبا داعیش صلحه وکړي زه متیقین یم چي بل سبا به د خراسان یا بل ګروپ راپورته کیږي او پر مظلوم افغان اولس باندي به روان تحمیلي جنګ جاري ساتل کیږي .

لنډه دا تر څو چي نړیوال زبرځواکونه پخپلو ګریوانو کي و نه ګوري او خپله ځان غوښتنه او ډیر څه غوښتنه محار نکړي او بلاخره پخپلو منځو کي صلحه سره ونکړي د افغانستان په شان په غریبو او ضعیفو ملکو کي به همدغه ناورین روان وي او د زورمندو هیوادو لخوا به په بیلو وختو کي په مستقیم یا غیر مستقیم ډول مداخلې او حملې پر کیږي .

۲- دوهم مهیم او بنسټیز لامل چي صلحه ئې د افغان مظلوم اولس څخه خوابدې کړیده داخلي لامل دی . هغه داچي د افغانستان پوهان، روڼ اندي، ښکارهنګیان (فرهنګیان) په تیره بیا سیاسیون د صلحي و تآمین ته په کلکه ندي ږمن او د صلحي سره د خپلو قومي او سیاسي علایقو او عقایدو پر بنسټ چلند کوي نه د یوه ملي ارزښت او ملي بنسټیز ضرورت پر بنسټ .

یعني اوس په افغانستان کي د صلحي سره درې ډوله چلند کیږي . عاطفي، قومي او سیاسي .

– عاطفي په دې معنا چي ډیرئ افغانان لیدل کیږي چي د یوې تراجدي او خونړۍ پیښي وروسته خدای تعالی ته د دعا یا ښرا غوښتنه کوي او وایي چي خدایه دښمن مو خراب او ټوک ټوک کړې، یا پخپل زخمي احساس سره د خدای تعالی څخه غواړي چي خدای تعالی ژر تر ژره په هیواد کي صلحه ټینګه کړي، خو خپله عملآ څه نه کوي.

– قومي چلند دادی چي د وروڼو قومونو ډیرئ سیاسیون او پوهان چي قومي فکر کوي په دې اند دي چي مسلح مخالفین پښتانه دي ځکه نو ددوۍ سره صلحه کول او ددوۍ شامیلیدل په سیاسي پروسه کي د ځان او قوم په تاوان بولي .

– سیاسي چلند ته که وګورو اکثره سیاسیون پښتانه دي که غیر پښتانه د طالبانو سره سیاسي اختلافات لري، یعني د طالبانو په سیاسي کړنلاره او په سیاسي هویت کي خپل ځانونه پردي بولي او دا ورته ثابته ده که چیري مسلح مخالفین سیاسي ډګر ته را وبلل سي ددوۍ د مؤقف او عقایدو په تاوان دي . ځکه نو سیاسیون هم د قومي او عاطفي چلند په شان د صلحي سره چي د ټولني ښارګ دی سوړ او بې توپیره چلند کوي . لحاظا په جنګ ځپلي افغانستان کي خونړی جنګ ادامه لري او هره ورځ په لس هاوو مندي بوري کیږي، په سلهاوو کوچنیان یتیمان کیږي او په لسهاوو ناویاني په تورو سترګو او سرو لاسو باندي کونډي کیږي .

اوس نو که چیري افغانان په رشتیا سره غواړي چي په جنګ ځپلي افغانستان کي عادلانه، تل پاتې او سرتاسري صلحه رامنځته سي نو ټوله افغانان باید په یوه صلاح د صلحي سره جدي او ملي برخورد وکړي نه قومي او سیاسي .

نسخه داده چي ټول افغاني پوهان، روشنفکران، ښکارهنګیان (فرهنګیان) او سیاسیون باید ټوله په شعوري ډول دا ومني چي جنګ ملي دښمن دی او د ټولو په تاوان دی چپ دی که راست، شمال دی که جنوب، جنګ د افغانستان ملي بنسټونه، ملي ګټي او ملي ارزښتونه د منځه وړي .لحاظا تر هر څه لومړی باید د ملي ګټو د ساتلو لپاره خپل منځي هر ډول اختلافات شاته پریږدو او د مظلوم اولس سره چي د صلحي تږی دی یو ځای د صلحي سرتاسري، ملي او افغاني ږغ راپورته کړو .

داچي رنځیدلی او ژړیدلی افغان اولس پیش قدمه سو او په وینو رنګ هلمند څخه ئې د صلحي د کاروان په نامه اولسي ږغ راپورته کړ پرځای او طلایي چانس دی چي ټوله سیاسیون، ښکارهنګیان ( فرهنګیان)، روشنفکران او پوهان ددغه ږغ او حرکت سره په پوره صداقت باندي یو ځای سي او دغه حرکت ته ملي شکل ورکړي، سرتاسري ئې کړي، اولسي ئې کړي او بلاخره ئې باید د ټولو افغانانو یو واحد ږغ کړي .

که څه هم اولس مشرغني د صلحي د کاروان سره په مینه ولیدل او لفظي حمایت او محبت ئې ورته ښکاره کړ خو نداچي د صلحي د کاروان سره مالي او استوګنځي کومک و نسو بلکه د صلحي کاروان ئې د اصلي مسیر څخه چي په کابل کي د امریکا د سفارت مخته د تحصن د خیمې وهل وه منصرف کړ .

څومره به ښه وای چي ښاغلي اشرف غني د ګلبدین حکمت یار د کلنیز مصرف څخه چي پنځه ملیونه ډالر دي ۵۰ زره ډالر ئې د صلحي اولسي کاروان ته منلي وای، اما دا کار ونه سو .

پایله دا که چیري ټول افغانان په سر کي سیاسیون، روشنفکران او ښکارهنګیان ( فرهنګیان) په کلک هوډ او پوره صداقت سره د افغانستان او ملي ګټو د ژغورني لپاره د صلحي تر شعار لاندي سره راټول سي بیله شکه به پخپل ملي قوت سره هم امریکا او ناتو ته او هم مسلح مخالفینو ته سور خط کش کړاي سي او په پوره جرئت به د جنګ ختمیدل او د عادلانه، تل پاتې او سرتاسري صلحي تآمینول په ومنلای سي .

که داسي و نسي نو د زبر ځواکونو د سطرنج لوبه به روانه وي او د بې هویته او بې وجدانه ګاونډیانو پذریعه به مو په ډول ډول نومونو سره جنګوي او اوسنی ناورین به روان وي .