په کابل کې د عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین پرلمانځغونډه د پنجشنبې په ورځ وسله واله حمله وشوه، چې ۴ تنه پکې ووژل شول او ۳۱ نور په کې ټپیان شول.
یاد برید د یو شمېر سیاستوالو تند غبرګونونه راپارولي دي، د حزب وحدت مردم افغانستان مشر محمد محقق ویلي د داسې حملو په پلان کولو کې حکومت لاس لري.
خو افغان حکومت د محقق دا ډول څرګندونې افغان حکومت او امنیتي ځواکونو ته سپکاوی بللی دی.