د عملیاتو له لارې د ماشوم زیږېدل د مور ژوند له ګواښ سره مخ کوي

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د عملیاتو له لارې د ماشوم زیږېدل که له یوه اړخه د ماشوم پر روغتیا منفي اغیز کوي خو له بل اړخه د مور ژوند هم له ګواښ سره مخ کوي.

په تېره نیږدې کې د عملیاتو له لارې د ماشوم په زیږېدلو کې دوه چنده زیاتوالی راغلی چې اوسمهال ۳۰ سلنه ماشومان د عملیاتو له لارې زیږول کیږي، د روغتیا نړیوالې ادارې روغتونونو او نورو ادارو ته د خبرداري پر بنیاد ویلي چې د عملیاتو پرځای دې د نورمال حالت زیږیدو ته پاملرنه وشي.

د نورمال حالت له لاندې د ماشوم زیږېدل یو طبیعي کار دی، خو د امیندوارۍ پرمهال د میرمنې روغتیایي حالت ته په کتلو چې یو شمېر لاملونه لري، هغې ته د عملیاتو له لارې د ماشوم زیږولو لارښونه کوي، خو دغه کچه اوس تر دې اندازې ډیره شوې چې په عام حالتو کې هم د عملیاتو له لارې ماشوم زیږول کیږي.

د یادې ادارې د وینا سر سم چې په نورمال حالت کې د بچي زیږېدل، د ماشوم مور له سخت درد او زیات وخت نېولو سره مخ کوي، چې له کبله یې خلک د عملیاتو لاره غوره کوي، خو له دغې لارې د ماشوم زیږول، د ماشوم او مور روغتیایي حالت سخت له ګواښ سره مخ کوي او ترڅنګ یې لګښتونه هم زیات وي.

د روغتیا کارپوه پروفیسر مارلین تیمیرمین په خپله څیړنیزه مقاله کې لیکلي چې د عملیاتو له لارې د ماشوم زیږېدلو کار په (C) برخه کې د مور ژوند له ګواښ سره مخ کوي، دا زیاتوي چې ۷۰ سلنه ددې احتمال شته چې د عملیاتو په جریان کې ښځه له سختو پیچلتیاو سره مخ شي او ۶۰ سلنه احتمال شته چې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

نن ټکی اسیا