د غاښونو سپینولو آسانه طریقې

غاښونه چې د انسان په وجود کې مهم رول لري نه یوازې دا چې غذائی مواد د خوراک په وخت کې میده کوي او دا سهولیت برابروي چې خواړه په ښه طریقه سره میده کړي او بیا له ستوني څخه تیر شي، بلکې غاښونو هر انسان ته بیله ښکلا وربښلې ده، هر هغه څوک چې غاښونه یې له منځه تللی وي او یا یې هم ایستلی وي د هغه چا په پرتله ډیر بدرنګ ښکاري چې ټول غاښونه یې سالم وي.

نن ورځ اکثره خلک د غاښونو سپینولو په خاطر ډاکټرانو ته مراجعه کوي او هر قسم دواګانې استعمالوي تر څو چې خپل غاښونه یې سپین او سالم پاتې شي، نو د دې لپاره چې غاښونه مو تل صفا او سپين وي هره ورځ باید د پنځه وخته لمانځه نه مخکې د اودس په مهال مسواک استعمال شی، مسواک نه یوازې دنیاوی ګټې لري بلکې زمونږ د ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه یو سنت هم دی، نو هر مسلمان باید مسواک استعمال کړي، او د مسواک تر څنګ کولی شئ چې د غاښونو کریم هم استعمال کړئ ځکه چې دا د غاښونو د روغتیا لپاره ډیر ګټور دي، یوه بله تجربه چې ډیره پرمختللې پیژندل شوې ده هغه دا چې د لیمو شربت او د خوړو مالګه باید سره ګډ شی چې مالګه پکې حل شی او بیا په خوله کې د پنځو دقیقو لپاره واچول شی ترڅو چې غاښونو ته ورسیږي، نو د غاښونو په سپینوالي کې به زیاتوالی راشی.

همدارنګه یو شمیر نورې طریقې هم شته دي چې د غاښونو په سپينوالي کې مهم رول لري چې د هغې له جملې څخه یو خالص شات دی، که چیرې خالص شات چې څه ورسره ګډ شوی نه وی د غاښونو په برس باندې واچول شی او بیا غاښونه ورباندې برس شی نو دا به هم د غاښونو د صحت لپاره ډیر ګټور تمام شی او سپینوالی به یې هم یو په دوه شي.