د غرني ولایتي چارواکي وايي، تېره شپه افغان هوايي ځواک د یاد ولایت په ده یک ولسوالۍ او د اندړو ولسوالۍ په نظرخان سیمه کې بېلابېل هوايي بریدونه تر سره کړي، چې پر مهال یې لس وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د چارواکو په وینا د هوايي بریدونو پر مهال د وسله والو طالبانو دوه عرادې موټرې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.