پنجشنبه , 28 مارچ 2024

د غوره او خوشاله ژوند لپاره څوارلس تخنیکونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د ټولو خلکو په ژوند کې ستونزې او کړاوونه شتون لري او په دې وخت کې د ژوند د څرنګوالي او خوشاله اوسېدلو په تګلارو باندې پوهېدل، ډېر اړین او ګټور دي. په دې مقاله کې هغو پنځلسو ته تخنیکونو ته اشاره شوې ده، چې له مخې یې کولای شئ، غوره، خوشاله او سوکاله ژوند ولرئ. دې تخنیکونو خپله آزموینه ورکړې ده او په ترسره کولو سره یې، تاسو کولای شئ، آرامه او خوږ ژوند ولرئ.

۱ ـــ ومنئ، چې بدې پېښې را منځته کېږي:

کله چې کوم څه د افرادو په خوښه پرمخ نه ځي، نو لومړنی غبرګون یې مخالفت او ټینګار دی. هڅه وکړئ، څیزونه په هغه ډول ومنئ، کوم چې دي، ترڅو وکولای شئ، په آرامۍ او سمه توګه ورسره مخامخ شئ او شرایطو ته په خپله خوښه بدلون ورکړئ.

۲ ـــ په ځان کې د انعطاف منلو ځانګړتیاوې پیاوړې کړئ:

انعطاف منل په دې مانا نه دي، چې تاسو وکولای شئ، د اروایي فشار له رامنځته کېدو او فزیکي غبرګون پرته، له ورځنیو ننګوونو سره مخامخ شئ. کله چې کوم څه سم کار نه کوي، نو چمتو اوسئ، چې نورې تګلارې او نظریې وازمایئ. د شرایطو له بدلون سره د تګلارې بدلول، د یوه بریالي ژوند له پاره، اړین مهارتونه دي.

۳ ـــ د پرمختګ له پاره ننګوونې یو فرصت وګڼئ:

کله چې له یوې ننګوونې سره مخامخ کېږئ، نو له ځانه پوښتئ، چې له دې څخه څه زده کولای شئ؟ په دې کار سره د منفي غبرګون پرځای، ستاسو انرژي د پرمختګ او د ستونزې د حل په لاره کې مصرفېږي.

۴ ـــ د پرمختګ په موخه له ځانه پوښتنې وکړئ:

د دې پوښتنې پرځای، چې ولې له دې پېښې سره مخامخ شوم؟ له ځانه وپوښتئ، چې د دې ستونزې د حل له پاره څه کولای شم؟

۵ ـــ منفي فکرونه په مثبتو بدل کړئ:

منفي فکرونه، منفي باورونه را منځته کوي او نه پرېږدي، چې خپلې موخې ته ورسېږئ، په خپلو افکارو باندې پام کوئ، کله چې منفي دي، نو په چټکه توګه یې په مثبتو بدل کړئ. دا کار تاسو خوشاله کوي او په ځان باندې د باور کچه مو زیاتوي.

۶ ـــ له بدلون څخه خوند واخلئ:

ډېری کسان بدلون ښه نه ګڼي، خو بدلون کولای شي، چې ډېر مثبت او هیجاني وي. د ژوند نوي فرصتونه غنیمت وګڼئ او ترې ګټه واخلئ.

۷ ـــ باور وکړئ، چې کولای شئ:

دا تصور، چې تاسو نه شئ کولای، له ستونزو سره مخامخ شئ، ډېر آسانه دی، د دې تصور پرځای، د خپلو وړتیاوو په اړه فکر وکړئ او ځان ته ووایئ، چې له هر ډول شرایطو سره د مخامخ کېدو وړتیا لرئ.

۸ ـــ له واقعیتونو سره مخامخ شئ:

له ستونزو څخه مه تښتئ او د حل لارو په لټه کې یې واوسئ. د هیلې او لېوالتیا د سرچینې له پاره، له هرې موکې څخه ګټه واخلئ، له نورو سره مرسته وکړئ او ستونزو ته یې ارزښت ورکړئ، دا کار په نفس باندې د اعتماد د ډېرښت او خوشالۍ سبب ګرځي.

۹ ـــ شکر کوونکي واوسئ:

په ژوند کې د ښو څیزونو په اړه فکر وکړئ او خپل نعمتونه وشمېرئ. د هغو شرایطو له پاره شکر کوونکي واوسئ، په کوم کې چې یاستئ. کله وخت افراد د ژوند ډېرو ارزښتمنو څیزونو ته ارزښت نه ورکوي او کوچني یې ګڼي.

۱۰ ـــ د تفریح له پاره وخت په پام کې ونیسئ:

د بدن د توازن ساتلو له پاره اړتیا ده، چې د کار ترڅنګ تفریح هم ولرئ، د دې کار په ترسره کولو سره به په خپل ژوند کې بدلون احساس کړئ او ستاسو پر شونډو مسکا پاتې کېږي.

۱۱ ـــ فزیکي فعالیتونه ترسره کړئ:

هره ورځ یو څه وخت بهر تېر کړئ او فعالیت ترسره کړئ، ترڅو د مسایلو په اړه ستاسو لید ښه شي.

۱۲ ـــ له نورو سره اړیکه ټینګه کړئ:

له هغو کسانو سره، چې د هغوی ترڅنګ اوسېدل تاسو خوشاله کوي، په اړیکه کې واوسئ، ترڅو د هغوی له ملاتړ څخه ګټه واخلئ.

۱۳ ـــ خوشبین واوسئ:

ومنئ، چې ژوند لوړې او ژورې لري او کله وخت یوه ښه پایله د سختو ورځو د زغملو ارزښت لري.

۱۴ ـــ مسکا وکړئ:

خندېدل د بدو شرایطو زغمل آسانه کوي، که څه هم په سختو شرایطو کې خندېدل آسانه کار نه دی، خو که چېرې خپلې شاوخوا ته وګورئ، په زړه پورې او خوندور څیزونه شتون لري، چې کولای شي، ستاسو په شونډو باندې مسکا راولي.

همدا نن له پورته یاد شوو تخنیکونو څخه ګټه اخیستل پیل کړئ، ترڅو غوره او خوشاله ژوند ولرئ.