د غوره رهبریت او مدیریت ۱۲ لارې چارې

ژباړه: سبحان الله صافی

آيا غواړې چې يو غوره مدير او یا رهبر اوسې؟

ځينې اشخاص داسې بریښي چې ګواکې د همدې رهبریت او يا مدیريت لپاره زيږيدلي دي، خو  نه، داسې نه ده او نه دا مدیريت کومه جادو ده، بلکې د مهارتونو يوه ټولګه ده چې هر څوک په خپل زيار او کوښښ کولی شي يو ښه مدير او یا ښه رهبر اوسي. دا مهمه نه ده چې تاسې څوک یاست، هر چېرې چې کار کوئ او یا په يوه ټولګي کې ښونکی وی، نو د ښه رهبریت او مدیریت مهارتونو ته اړتيا ده.

هغه لارې چارې چې هر چېرې يي، او يا هر څه کوې، درته د غوره مدیریت او د غوره رهبریت لارښوونه کوي:

۱.خپلو مهارتونو ته وده ورکول يا پر مخ بيول:

مهارتونو ته وده ورکول،خپل مسلک کې تخصص کول، پراخه مطالعه، یا دېته ورته نورې کړنې هغه څه دي چې په غوره رهبر او غوره مدير جوړيدو کې درسره مرسته کوي.

۲. د استعدادونو د پيژندلو مهارت زده کړه:

تر ټولو مهم او اړين ټکی په رهبریت او مديرېت کې دا دی چې؛څنګه وکولی شی د هغو اشخاصو سره اړيکه ټينګه کړې،چې ستا د خوبونو او خيالونو په رښتيا کولو،او په پرمختګ ورکولو کې یی در سره مرسته وکړي، ترڅو وکولای شې خپل اهداف په اسانۍ سره ترلاسه کړې.غوره رهبر همیشه د همداسې اشخاصو په لټه کې وي.

۳. د خپلې غلطۍ او اشتباه پړه په غاړه اخستل:

ښه رهبر هيڅکله هم خپله پړه پر بل نه باروي، خپلې غلطۍ کې ځان مسؤل او پړ ګڼي. ممکن ځينې اشخاص داسې فکر وکړي،چې د ځان پړبلل يي د کمزورۍ نښه ده،مګر په دې سره خلکو ته يو باوري او ریښتینی شخص ور پيژندل کيږي، د خلکو باور ترلاسه کوي چې په ښه رهبریت کې مرسته کوي.

۴.د خلکو سره په اړيکه کې اوسه:

ښه رهبر همیشه د خلکو سره په اړيکه کې وي, نه يواځې دا چې صرف خبرې کوونکی وي بلکې يو ښه اوريدونکی هم وي.د خلکو ستونزې په غور سره اوري او د حل لارې يي پيدا کوي.

۵. مشاور اوسه نه خطيب:

هر څوک هيله مند دی چې په خپلو چارو کې يو بريالی او مخکښ شخص اوسي، غواړي چې په دې وپوهيږي چې څنګه وکولای شي په خپلو چارو کې بريالی اوسي. نو د يو ښه رهبر دنده دا ده چې دوی ته لارښوونه وکړي، مشوره ورکړي او په چارو کې ورسره مرسته وکړي. نه دا چې تحقیر يي کړي او يا خپله باداري پرې وکړي.

۶. د خپل ټيم سره په ګډه کار وکړه:

په اداره کې د خپلو کارمندانو سره په ګډه کار کول،او ورسره ترې څارنه کول. نه يواځې دا چې ښه کنټرول به مو کړی وي، ورسره به مو په ورته وخت کې ډيرې لاسته راوړنې هم کړې وي.

۷. ازادي ورکړه يو څه انعطاف مننونکې اوسه:

خپلو کارمندانو ته يو څه ازادي ورکړه،يعنې په خپلو کارونو کې يي د حده ډيره مداخله مه کوه، مګر څارنه ترې کوه، په خپله خوښه پريښودل به يې ددې باعث شي چې خپلې چارې په ښې توګه ترسره کړي. سخت کارونه به وي، خو په مينه او علاقې به په ښه توګه ترسره شي، مګر وړوکی کار به وي په زور او جبر به يي پايله خرابه وي.

۸. يو څه ساتېری اوسه:

کېدای شي چې ځينې وخت مو کارونه ډير سخت او جدي وي. مګر ښه رهبران پوهيږي چې څنګه د خپلو کارمندانو په شونډو مسکا خوره، او د خوښۍ چاپېريال جوړ کړي،چې کله يې کارمندان سخت کارونه ترسره کوي، ترڅو يي په خوښې ترسره کړي.

۹.کارمندان دې مسؤل وګڼه، او حساب ترې واخله:

مدیریت کې ترټولو ستره د کمزورۍ نښه، د نورو مسؤل نه ګڼل، حساب کتاب ورسره نه کول دي. که ته خپل ځان مسؤل ګڼې، نور هم همداسې مه پريږده، مسؤل يي وګڼه او حساب ترې واخله.هرکله که يو څوک مسؤل وګڼل شي، مجبور دی چې خپل کارونه په ښه توګه ترسره کړي. د خپل ځان او د نورو مسؤل ګڼل، د ښه رهبر کیدو لپاره ستر ګام دی.

۱۰. په خلکو باور وکړه ترڅو ورته باوري شې:

په خلکو باور وکړه ، او دا ورته وښاېه چې باور پرې لرې او پرې مطمین يي. مقابل خلک به پر تاسو باور وکړي، چې پايله يې د غوره رهبریت نښه ده.

۱۱. په خلکو زړه سوانده اوسه، او ترې پاملرنه وکړه:

زړه سوۍ د غوره رهبر صفت دی. زړه سوۍ د خلکو د غوښتنو او ادارې ترمنځ فاصلې رالنډوي، د مينې او ورورګلوۍ فضا خوروي. نو هغه رهبر چې زړه سوانده وي، هر چېرې منلی هم وي.

۱۲. په مينه او شوق رهبري وکړه:

د خپلو خلکو سره مينه وکړه، د خپلې ادارې او هغه چا سره مينه وکړه چې خدمت ورته کوې. په دې سره به وکولی شې، چې د غوره رهبریت په پټو رازونو پوه شې. ښه رهبر همیشه مينه ناک وي