د غوره رهبرۍ لپاره ۵ لارښوونې

لیکنه: نیکولي فالون ټایلور

ژباړه: غازي عابد

مبارک مو شه! تاسې یوازې د خپل لومړي مدیریت مقام ته ورسیدئ!

تاسې اوس د خپلې ډلې د هڅوونې او رهبري لپاره مسوول یاست؛ څو د سازمان یا ادارې عمومي اهداف ترلاسه کړۍ.

اوس نو څه کوۍ؟!

که چیرې مو مخکې د رهبر رول نه وي ادا کړی؛ کیدای شي تاسې د خلکو د هغې ډلې په وړاندې چې ستاسې څخه د ځواب ورکولو تمه او توقع لري، لږ ویریدلي اوسئ.

زیاتره هغه کسان چې د لومړي ځل لپاره مدیریت ته راغلي وي (د اول ځل مدیران) له خپلو ازموینو او غلطیو زده کړه کوي، چې څه کار کوي او څه نه، خو دلته یو څو شیان دي چې ته کولای شې، خپل کار او ددې پروسې لیږد ترې اسانه کړې.

ددې لپاره چې یو نوی مدیر باید بریالی شي، په همدې اړه مدیریت او د بشري حقونو مهارتونو ځینې لارښونې کړي دي:

۱- د خپلو هیلو د پوره کولو لپاره مو خپل اوسنی قوت وکاروئ.

کله چې تاسې (نوي مدیران) د رهبري کولو مقام ته رسیږۍ، نو په کمپنۍ کې ستاسې کلي رول او فعالیتونه ورځ په ورځ په واضح ډول سره بدلیږي. دلته بیا یوازینۍ ستونزه او چیلنج چې اکثره نوي مدیران ورسره مخامخ وي، هغه پر دې پوهیدل دي چې څه ډول وشي کولی په مخکینۍ دنده کې ترلاس شويو مهارتونو او وړتیاوو څخه د نوي مدیریت او یا رهبرۍ په ترسره کولو کې ګټه واخلي.

د Deloitte  شرکت د زده کړو افسر اشلي ګودال وايي، د نقشونو بدلول داسې دي لکه د باسکټبال په لوبه کې چې یو محور جوړوې.

دی وايي، تاسې د خپل قوت په سیمه کې متمرکز شوي یاست او څرنګه چې ته تګ غواړي، هغوی بدلون نه درکوي. ستاسې هیلې پر یوه نوي لوري بدلون مومي، لکه څرنګه چې تاسې د مدیریت مقام ته حرکت کوۍ، نو د کار کولو پرځای به خپل کار تنظیموۍ. د ځیرکۍ او چل نه به دې ګټې اخیستنه دې لپاره وي، چې د خپل نوي رول په وسیله د هیلو ترلاسه کولو لپاره پاملرنه وکړې او ورسره په دې طریقه وپوهیږې چې څه ډول په بیلابیلو لارو د کار کولو لپاره خپل قوت په لاره واچوې.

۲- شفافیت کلیدي (مهم) دی

د یوه غیرې مدیریتي کارمند په توګه به ممکن د کمپنۍ رییس په شان معلوماتو ته لاس رسی مو نه وو. اوس چې تاسې یو رهبر یاست، نو ته به په کاري پلانونو او ستراتیژۍ کې ډیر دخیل اوسې او دا مهمه ده چې ته به خپل ټیم له هغه څه نه چې په کمپنۍ یا سازمان کې روان دي، په ټولییزه توګه خبروې.

د TINYpluse کمپنۍ موسس او اجرایوي مشر Davie Niu وايي، لومړني یا نوي مدیران شفافیت ته کم اهمیت او ارزښت ورکوي.

دی وايي، مشران زیات معلومات لري چې د دوی ټیم هغوی ته لاس نه لري، هغوی کولی شي چې له هغو معلوماتو په پټه توګه مخنیوی وکړي چې په کوم کې بودیجې، د مشتریانو فیډبک او ستراتیژیک پلانونه موجود وي. همدارنګه شفافیت له دې سره کومک کوي چې کارکوونکي په خپل رول ښه وپوهیږي او له خپل ټیم او کمپنۍ سره د اړیکې احساس وکړي.

۳- له خپل ټیم سره ښې اړیکې جوړول:

د میشیګان پوهنتون یو پروفیسور Gretchen Spreitzer وايي، د نویو مدیرانو له تیروتنو یوه تر ټولو لویه تیروتنه دا ده چې هغه د خپل ټیم له غړو سره د ښو کاري اړیکو په جوړولو کې ناکام شي.

دی زیاتوي: اکثره نوي مدیران د تیر کار د اجرا په نظر کې نیولو سره دې ته ډیر زیات علاقمند وي چې دا ګروپ څه ډول تولیدونکی دی او څنګه خپل رییس سره چلند وکړي.

که چیرته مشر یا رهبر د ښه کار په موخه د ملګرتیا جوړولو لپاره د هغه یا هغې ټیم ته وخت ور نکړي، دا رهبري او یا کار نه شي ترسره کیدای.

۴- خپل هغه کارکوونکي وپيژنه، کوم چې په ښه ډول دنده ترسره کوي:

په رښتیني ډول سره د خپل ټیم په منځ کې د ستر کلتور او فعالې او محرکې قوې جوړولو لپاره، د هغو کارکوونکو لپاره امتیاز ورکول مهم دي، کوم چې ددې امتیاز وړ دي، یعنې هغوی چې ښه او مناسب کار کوي.

Niu په نوم یو پوه وايي، د ټیم په منځ کې په رسمي ډول د ښه کاري چاپیریال جوړول وخت نیسي. په وار وار سره رسمیت (د کارکوونکي په سم ډول سره) پیژندنې ته وده ورکول، د یوه ټیم لپاره د مثبت چاپيریال او د مننې د کلتور لامل کیږي. یوازې تر دې پورې د خپل ټیم د غړو په رسمیت پيژندلو ته انتظار مه کوئ، تر کومه چې یې غټه یا ستره لاسته راوړنه نه وي لرلې. مثلاً د خپلوهغو کارکوونکو له دې کاره او نوښته هم مننه کول چې دفتر درته پاکوي، دا هم په رسمي یا ښه ډول سره د یوه کارکوونکي پيژندنه ده.

۵- فیډبک (ارزونه او ترلاسه شوې پایله) قبول کړه، خو د خپلې ښې مشرۍ لپاره بې سارې (نوې) لار انتخاب کړه!

کیدای شي چې د ښې رهبرۍ کولو لپاره هر څوک خپل نظریات او توصیې ولري. ځیني وخت خپل سلاکار او مشوره ورکوونکي ته غوږ نیول یو ښه کار دی، خو ته (یو شخص) باید د بې ساري او نوي پرمختګ لپاره وروستۍ هڅه او کوښښ وکړې.

ګودال په نوم یو عالم وايي، دا زما لپاره لویه ننګونه وه، چې وپوهیږم، زه د ښې مشرۍ لپاره د اړینې لارې اټکلوونکی او په خپله موسسه او ټیم باندې اغیزه ولرم، ددې  پر ځای چې نورو خلکو ته په رسیدنه او نیږدې کیدنه کې وارخطا او بې واره شم.

نوي مدیران چې کله د لومړي ځل لپاره مدیریت کوي، باید له ځانه پوښتنه وکړي چې ولې باید یو څوک ما وڅاري او یا زما پیروي وکړي، ( په قدم مې قدم کیږدي؟)

دی وايي، که له پورته زواې او یا لوړ نظره ورته ولیدل شي، دا یو وړوکی سوال دی، خو یو څه چې زه یې په اړه فکر کوم دا دی چې د هر چا په زړه کې به دا د یوه رهبر مانا لري.

هر یو کس به ددې سوال لپاره مختلف ځوابونه ورکوي، خو اوس ددې لپاره مهمه دا ده چې باید په دې اړه اوس فکر پیل کړو، چې څه ډول به په بې سارې یانې نوې طریقې سره مشري شروع کړو.

رهبران پيروان جذبوي، ځکه چې د څه لپاره دوی ودریدلي دي او څه ډول له خپل ټیم سره مرسته کولی شي.

سپراټزر لیکلي: کله مو چې مدیر درته په سم ډول ولیدل، نو د مدیریت سټایل مو نمونه کیږي او خوښي ښکاره کول او شاباسي په نظر کتل ورته د پیل ښه ځای دی، خو ستا د ځان جوهر په دې کې دی چې موضوعات مو څومره ډیر دي.

سپراټزر وايي، ځواک په مصرف سره ډیریږي؛ دې کیسه کې مه کیږه چې ته څوک نه یې.