چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د غوره لیګ سیالیو له پاتې دوه لوبډلو به ننګرها او که کندهار نیمه پای لوبې ته لاړه شي؟

د ننګرهار پړانګانو او کندهار نایټس لوبډلو د غوره لیګ سیالیو د تېرې شپې لوبو کې بریاوې خپلې کړې او د مخکې تګ لپاره په اساس پړاو کې دي.

کندهار لوبډلې ته د پکتیا پنترس لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۶۸ منډو هدف ورکړ.

پکتیا ته سمیع الله شینواري ۶۵ او مکلیوډ ۴۰ د پام وړ منډې وکړې.

کندهار ته سعید شیرزاد ۳ او کریم جنت دوه ویکټې واخیستې.

د اصغر افغان په ښې توپ وهنې سره کندهار لوډلې یاد هدف د لوبې په ورستي بال د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې وګټله.

اصغر افغان د ۷۴ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

پرون بیا په ۱۷مه لوبه کې ننګرهار پړانګانو د بلخ لیجنډز لوبډلې ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.

ننګرهار لوبډلې له ۸ څخه درې لوبې ګټلي او ۶ نمرې لري.

کندهار لوبډلې له ۷ څخه دوه ګټلي او څلور نمرې لري.

د دې سیالیو په لړ کې نن مازیګر ۴ نیمې بجې کندهار نایټس لوبډله له بلخ لیجنډز سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي، که کندهار وګټله په ښه رن ریټ سره کولای شي نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړي، خو که یې وبایلله ننګرهار به نیمه پای لوبې ته لاړ شي.

ننګرهار لوبډله منفي ۵۸۲ او کندهار لوبډله منفي ۱۳۳ نېټ رن ریټ لري.

نن په دې لیګ دوه لوبې ترسره کیږي، چې ماخستن ۸ نیمې بجې کابل ځوانان د پکتیا پنترس لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.

بلخ لیجنډز، پکتیا پنترس او کابل ځوانانو درې لوبډلو د دې سیالیو نیمه پای لوبې ته لار موندله، څلورمه لوبډله ننګرهار او یا کندهار ورته لار پیدا کړي، چې دواړه لوبډلې په اساس پړاو کې دي او نن ماښام به معلومه شي چې کومه لوبډله نیمه پای لوبې ته ځي.

نصرت الله عمرزی