د غوسې له زندانه د تېښتې یوازینۍ لار بښنه ده

بښنه هېڅ اندازه نه لري او باید ویې هم نه لري. تاسو پر دې پوه یاست چې الله پاک تر ټولو لوی بښونکی دی. موږ ټول په همدې هیله شپې او ورځې تېروو، چې خدای پاک به د کړو ګناهونو بښنه راته وکړي؛ ځکه پر دې عقيده لرو چې الله پاک بښونکی دی او ضرور به مو بښي. سپارښتنه دا ده چې بښنه او له مهربانۍ ډک ژوند وکړئ. فيلېپ مک ګرا په دې اړه سپارښتنه کړې ده: «له هغې ځورونې چې نورو پر تاسو تحمیل کړې، ځان خلاص کړئ؛ که نه همدا غوسه به ستاسو خپل وجود وخوري او د ژوند په یوې برخې به مو تبدیله شي. د غوسې له زندانه تېښته یوازې په بښنې سره کېدای شي. که څوک زموږ په حق کې یو ناوړه کار  وکړي او زموږ په ګډون یې ډېر خلک بد وبولي، موږ د دې لپاره چې غچ مو اخیستی وي او د هغوی په حق کې ورته کار مو کړی وي، بیا به نو زموږ او هغوی ترمنځ هېڅ توپیر نه وي شوی. د بدو په حق کې بد کول د هر چا د وس خبره ده، اصلي خبره دا ده چې ته دومره زغم او صبر ولرې چې له یو چا سره د هغوی د بدو په بدل کې ښه وکړې».

لیکنه: حمیدالله حمیدي