پنجشنبه , 28 مارچ 2024

د فوټبال پریمیر لیګ سیالیو کې ایورتون لوبډلې چلسیا ته دوه د صفر ګولونو په پایلې سره ماتې ورکړه

چلسیا لوبډله په یادو سیالیو کې له یورتون مخکې ده؛ خو بیا هم دا لوبه د ایورتون په ګټې پای ته ورسېده.

د فوټبال پریمیر لیګ سیالیو کې تېره شپه د ایورتون او چلسیا لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

د دې لوبې لومړۍ نیمایي صفر په صفر مساوي وه، خو په دویمه نیمایي کې ایورتون لوبډله برلاسې شوه او دوه ګولونه یې ووهل.

دوی ته لومړی ګول په ۴۹مه دقیقه کې ریچارلیسون او دویم ګول ورته په ۷۲یمه دقیقه کې سیګوردسن وکړ.

چلسیا لوبډلې تر اخره له زیاتو هڅو سره سره هم کوم ګول ترسره نه شو کړای او لوبه یې وبایلله.

چلسیا په دې سیالیو کې له ایورتون مخکې ده او په شپږم مقام کې ځای لري، خو ایورتون لوبډله په یولسم مقام کې ده.

د همدې سیالیو په بله لوبه کې لیورپول لوبډلې فلهم ته دوه د یو ګول په پایلې سره ماتې ورکړه.

خبریال: نصرت الله عمرزی