سه شنبه , 16 اپریل 2024

د فکر د بدلون لپاره اته ګامه

ژباړه: محمدشبیرحسن زي

که غواړئ چې د فکر بڼه مو مثبته شي، باید لاندې اته ګامه په دقت تمرین کړئ.

لومړی ګام: د تمرکز بدلون او د مثبتو مواردو لټه

باید یو ښه پلټونکې واوسې چې د ژوند پرمثبتو اړخونو دې تمرکز کوې. په افرادو کې د نیمګړتیاوو پر ځای هڅه وکړه چې د هغو سېګڼې او مثبت ټکې پیدا کړې. ددغه مطلب یادونه ځکه کوم چې موږ ډېری داسې عادت شوي یو چې منفې ټکي پیدا کوو او دا مو هېر کړي چې باید مثبتو اړخونو ته پام وکړو.

دویم ګام: ځان داسې عادت کړئ چې سره له اوسه خپل کار پیل کړئ

موږ ټول ښایې په ژوند کې ځینې وختونه لټي کړي وي. د خپلې لټۍ په اړه ډاډه یم چې له پښمانۍ پرته یې بله هيڅ ګټه نه ده رارسېدلې. لټي انسان د فکر د منفي بڼې پر لور سوق کوي د یوه کار په ترسره کولو کې لټي، تاسې د هماغه کار لپاره د هڅې په پرتله ډېر خسته کوي  په سمه بڼه ترسره شوی کار انسان ته انرژي وربښي، خو نیمګړی کار داسې انرژي ضایع کوي، لکه د ټانکر سوری چې تېل ضایع کوي. که غواړئ چې د فکر مثبت بڼه ولرئ، ځان په اوس وخت کې له ژوند کولو سره عادت کړئ.

دریم ګام: د شکرانې د فکر پراخول

هغه نعمتونه چې لرئ وشمېرئ، خو پر ستونزو تمرکز مه کوئ. یو وخت ښایي له چا واورئ، هغه څوګ چې په یوه حادثه کې یې لاس یا پښې له لاسه ورکړي وو، د یو میلیون ډالرو جایزې ګټونکې شوی. څو کسان به په موږ کې پیدا شي چې خپل ځای له هغه سره بدل کړي؟ لږ کسان به هم دغه کار ته زړه ښه نه کړې. موږ دومره پر هغو شیانو چې نه یې لرو تمرکز کړی  چې هغه نعمتونه چې لرو يې نشو لیدلی. په داسې حال کې چې موږ ډېر داسې شیان لرو چې باید شکر ورباندې وباسو.

څلورم ګام: په دوامداره ښوونیزو پروګرامونو کې ګډون

راځئ چې له ځینو باورونو تیر شو. عمومي باور دا دی چې موږ په ښوونځیو او پوهنتونونو کې روزل کېږو. په بیلابېلو هیوادونو کې د سمینارونو پرمهال مې له خپلو اورېدونکو پوښتلي چې رښتیا هم موږ په ښوونځیو او پوهنتونونو کې روزل کېږو؟

ډېری پر همدې باور وو چې ځینې خلک په ښوونځیو او پوهنتونونو کې روزل کېږو، خو یوه برخه مخالفین هم وو. ددې لپاره چې سوء تفاهم رامنځته نشي باید ووایم چې موږ ډېری معلومات چې اړتیا ورته لرو په ښوونځي او پوهنتون کې ترلاسه کوو؛ خو موږ دې ته هم اړ یو چې د زده کړې پر اصلي مانا پوه شو.

د فکري بڼه زده کړو اغېز  پر عقل او د ارزښتنو پر بنسټ؛ د ولاړو زده کړو اغېز پر احساساتو وي. هغه زده کړې چې احساسات يا زړه و نه روزي خظرناکې پایلی لرلی شي.

پنځم ګام: پر نفس مثبت باور جوړ کړه

پر نفس باور څه شی دی؟

پر نفس باور هغه احساس دی چې موږ یې د ځان په اړه لرو. کله چې ښه احساس ولرو مورال مو لوړېږي، په کور او کار دواړو کې مو اړیکې هم ښې کېږي. نړۍ راته ښکلې ښکاري. دلیل یې څه ده؟ دلیل یی دا دی چې زموږ د احساساتو او چلند ترمنځ نېغه اړیکه رامنځته کېږي.

څنګه کولی شو پر نفس مثبت باور رامنځته کړو؟

که غواړئ چې پر نفس باور رامنځته کړئ، تر ټولو لنډه لار یې د هغو کسانو لپاره د کار ترسره کول دي چې تاسې ته مادي او معنوي بدله نشي درکولی.

شپږم ګام: له منفي اغېزو ځان وژغورئ

په اوسنۍ نړۍ کې ماشومان له مشرانو او رسنیو چلند زده کوي.  دوی د خپلو همزولو تر اغېز لاندې دي. د همکارانو  یا همزولو اغېر یوازې په ماشومانو پورې محدود نه دی، بلکې په لویانو کې هم ډېر محسوس دی. کله چې خلک د ((نه مننه کوم)) عبارت د ویلو جرئت و نه لري او له منفي اړخونو ځان لرې و نه ساتي، دا پر نفس د باور نه لرلو ښکارندويي کوي.

څنګه له منفې اغېزو ځان وژغورو؟

۱ د منفې کارونو په اړه بحث مه کوئ

۲ ځان مصروف یا بوخت کړئ

۳ منفې فکرونو څخه ځان وساتئ

۴ تل هڅه وکړئ چې مثبت فکر وکړئ

اووم ګام: له هغه څه سره مینه زده کړې چې باید ترسره شي

ضروري کارونه له ترسره کولو پیل وکړئ وروسته هغه کارونه ترسره کړئ چې ممکن ښکاري، په دې توګه به یو وخت متوجه شئ چې ناشوني کارونه ترسره کوی.

اې ټي فرانسیس

ځینې کارونه باید ترسره شي، ښاښي د هغو کارونو ترسره کول زموږ خوښ شي او یا مو خوښ نشي. مثلاً له ځوانو اولادونو د میندو مراقبت تل د خوښې وړ عمل نه دی او ان ځینې وختونه ستړی کوونکی کار دی، خو میندې مجبوره دی دغه کار ترسره کړي که موږ له کار سره مینه کول زده کړو ناشوني کارونه به هم شوني شي.

اتم ګام: ورځ مو پر مثبتو مسایلو پیل کړئ

ورځ مو پر مثبتو چارو او یا هم د مثبتو مطالبو پر مطالعه پیل کړئ ترې ښې شپي خوب وروسته زموږ ناخودګاه ضمیر د معلوماتو د جذب لپاره چمتو دی. دغه کار زموږ لپاره د ورځي بنسټ ږدي او له موږ سره مرسته کوي چې هره ورځ پر مثبتو افکارو پیل کړو. ددې لپاره چې بدلون رامنځته کړئ، اګاهانه هڅو او د خپل ژوند په ځینو برخو کې مثبت فکر او چلند ته اړ یئ.  نو راځئ چې هره ورځ د مثبت فکر او چلند لپاره تمرین وکړو، څو مو عادت شي. د هارورډ پوهنتون استاد ویلیم حیمز وايي:((که په ژوند کې د بدلون اراده لرئ، نو باید فوري عمل وکړئ.))