سه شنبه , 23 اپریل 2024

د فېسبوک نړیوالې شبکې ته د افغانستان د مخابراتو وزارت خبرداری!

که د فېسبوک نړیواله شبکه د شپږو میاشتو په موده کې د افغانستان د نافذه قوانینو او پالېسو سره سم خپل فعالیتونه تنظیم نه کړي، نو په دغه هېواد کې به له بندیز سره مخ شي.

دغه خبرداری د افغانستان د مخابراتو او تکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي د شنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبرې ناستې پرمهال د فېسبوک نړیوالې شبکې مسؤلینو ته ورکړ او ورڅخه يې وغوښتل چې په افغانستان کې د فېسبوکي خودسریو مخه ونیسي.

فېسبوک ته زه زیات نه، شپږ میاشتې وخت ورکوم چې په دغه موده کې زموږ ټولې پالېسۍ ومني او زموږ ټولو قوانینو ته درناوی وکړي، که چېرته دغه کار نه کوي، په افغانستان کې نور فېسبوک بند، دا به مطلقاً بندېږي او نور به اجازه نه ورکول کېږي چې زه دوی ته د بهرنیو چارو وزارت له لارې رسمي مکتوب استوم.

ښاغلي اریوبي وویل چې په دې اړه یې د لوی څارنوال په ګډون له يو شمېر مشرانو سره مشورې او خبرې هم کړي دي.

د ده په خبره، د فېسبوک له لارې خلکو ته سپکاوی کېږي، ښځو ته سپکې سپورې ویل کېږي او د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر ضد ترې ګټه اخیستل کېږي چې د ده په خبره، په هېڅ صورت د منلو نه ده.

د افغانستان د مخابراتو او تکنالوژۍ وزیر وايي، هر هغه څوک چې غواړي په دغه ټولنیزه شبکه کې خپل کارن يا اکاونټ جوړ کړي، لومړی باید د فېسبوک له نړیوالې شبکې سره ثبت او راجستر شي.

شهزادګل اریوبي وايي، په افغانستان کې ګڼو خلکو جعلي فېسبوک اکاونټونه جوړ کړي چې نورو ته یې سرخوږی جوړ کړی دی او باید ژر تر ژره بند شي.

په ورته وخت کې يو شمېر کابل ښاریان هم له دغې ستونزې شکایت کوي او د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت له دغه اقدامه هر کلي کوي.