پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د قطر په اړه روانې خبرې له پرمختګونو سره پای ته رسېدلې.

د قطر په پلازمېنه کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د قطر پلازمېنه دوحه کې له دوو اونیو راهیسې روانې خبرې د کومې هوکړې له لاسلیکولو پرته پای ته رسېدلې دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر کې ددې خبرو د پرمختګ خبر ورکړی دی.

په هېواد کې یو شمېر سیاسي کارپوهان دې خبرو ته خوښمن دي او تمه لري، چې په راتلونکي شپږم پړاوو د سولې خبرې یوې وروستۍ پایلې ته ورسي.

د قطر په اړه روانې خبرې له پرمختګونو سره پای ته رسېدلې، دې خبرو ته افغانان ډېر هیله مند دي؛ خو دا چې دا خبرې بیا شپږم پړاو ته پرېښودل شوې چې یو څه یې افغانان ناهیلي کړي دي.

بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزرات ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خبرو پنځم پړاو له پای ته رسېدو وروسته په یو شمېر ټویټر پیغامونو کې ویلي، د سولې لپاره حالت ښه شوی دی. زموږ همکار د زلمي خلیلزاد د ټویټر ژباړه داسې کړې:

”دا څرګنده شوه چې ټول لوري د جګړې ختمول غواړي، له لوړو ژورو سره هم موږ پرمختګ وکړ.

د سولې لپاره باید پر څلورو ټکو هوکړه وشي، چې له ترهګرۍ د مبارزې ډاډ، د پوځونو وتل، د افغانانو خپلمنځي خبرې او هراړخیز اوربند دی.

د جنورۍ خبرو کې موږ ”اصولاً پر دغو څلورو اصلونو موافقه وکړه”  اوموږ اوس ”د لومړنیو دوو پر مسودې هوکړه کړې ” کله چې د پوځونو وتلو مهالوېش او له ترهګرۍ سره د اغېزمنې مبارزې اقداماتو پر مسوده هوکړه وشي، بیا به طالبان او د حکومت په ګډون نور افغانان د یوه سیاسي جوړ جاړي او هر اړخیر اوربند لپاره خپل منځي خبرې پیل کړي،بل ګام به واشنګټن کې بحثونه وي او دغه راز به له نورو ملګرو سره سلا مشورې کېږي، موږ به ژر بیا سره ووینو او تر هغو چې پر ټولو مسایلو هوکړه نه وي شوې، وروستۍ هوکړه نه شته. ”

د راپورونو په اساس امریکايي چارواکو ویلي چې د القاعده په شمول د نورو بهرنیو جنګالیو په اړه متن تیار شوی خو د ځواکونو د وتلو په اړه لا خبرې نهايي شوي نه دي، او په دې اړه نور بحث ته اړتیا لېدل کیږي.