پنجشنبه , 28 مارچ 2024

د قهرمان مړی پارلمان کې خاورو ته سپارل کېږی

د ولسي جرګې ټاکنو لپاره له هلمنده د وژل شوي نوماند عبدالجبار قهرمان جنازه نن کابل کې خاورو ته سپارل کېږي.

عبدالجبار قهرمان ټاکنیز دفتر کې د چارشنبې په سهار شاوخوا اته بجې چاودنه شوې وه. د ځايي چارواکو په خبره، ماین د ښاغلي قهرمان تر څوکۍ لاندې اېښودل شوی و. طالبانو رسنیو ته په استولي پیغام کې د دې پېښې مسئولیت منلی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته ویلي، چې حکومت، د ولسي جرګې د وکیلانو او د جبار قهرمان د کورنۍ په غوښتنه د نوموړي جنازه کابل ته ولېږدول شوه.

د قهرمان د وژنې په تور شپږ کسان نیول شوي چې د نوموړي ساتونکي هم په کې دي.