سه شنبه , 16 اپریل 2024

د لاسونو مینځل ولې دومره مهم دي؟

کله چې والدین خپلو کوچنیانو ته وايي؛ چې تر خوړولو مخکې، له تشناب څخه تر راوتلو وروسته او د لوبو په پای کې کورته په دننه کېدو سره خپل لاسونه پرېمینځئ؛ کوچنیان یې ډېری وخت خبرې ته غوږ نه نیسي؛ خو دا یوه داسې اړینه خبره ده چې په څو ځلو تکرارولو باندې ارزي.

د لاسونو مینځل د ماشومانو د ناروغیو او د مکروبونو د خپرېدو د مخنیوي لپاره تر ټولو ساده، ارزانه او ګټوره لاره ده. لاسونه کولی شي تر ۵۰ سلنه پورې د نس ناستي څخه مخنیوی وکړي.

میکروبونه څنګه خپریږي؟

مېکرونو په ګڼو لارو خپرېدای شي، چې ځینې یې په لاندې توګه دي:

  • لوښي یا نور توکي په چټلو لاسونو کې اخیستل
  • د ککړو کونسترګو (ډايپرونو) بدلول
  • د ناولو اوبو او خوراکي توکیو له لارې
  • د ټوخي یا پرنجي په وخت کې هوا ته د لیږدول شوې ناولې هوا
  • د چټلو سطحو له لارې
  • د یوه ناروغ کس د وجود له مایع سره د تماس له لارې
  • د ناولو لاسونو سره د ستړې مشې له لارې
  • د انساني غایطه موادو له لارې

کله چې د ماشومان لاسونه له مکروبونو سره په تماس کې شي؛ نو چې څنګه یې خپلو سترګو، پزو یا خولې ته وروړل؛ نو مکروب ددوي بدن ته ننوځي او په ناروغیو اخته کیږي. او چې څنګه ماشومان میکروبي شول؛ معمولاً په ډېره کمه موده د کورنۍ ټول غړي په عین ناروغۍ باندې اخته کیږي.

د لاسونو د مینځلو غوره طریقه څه ده؟

تاسې کولی شئ له خپلو لاسونو څخه میکروبونه په لاندې ډول پاک کړئ. دا طریقه مو خپلو کوچنیانو ته وښيئ او یا کوښښ وکړئ له دوی سره یوځای لاسونه ومینځئ، ترڅو هغوی دغه مهم عادت له تاسې څخه زده کړي:

  1. هڅه وکړئ لاسونو مو تل په تړمو اوبو پریمینځئ. اوبه باید دومره ګرمې نه وي چې د ماشومانو لاسونه وسوځوي.
  2. د لاسونو د مینځلو لپاره له صابونو څخه استفاده وکړئ. (ضرور نه ده چې تل مکروب ضد صابون ولرئ؛ هر ډول صابون کارولی شئ چې له لاسونو څخه خیری او غوړ لري کړي.)
  3. کوښښ وکړئ د ګوتو مینځ او د نوکانو لاندې ځایونه، چېرته چې میکروبونه ټولیږي، ښه پاک کړئ.
  4. تر مینځلو وروسته، خپل لاسونو په پاک دستمال پاک او وچ کړئ.

کوچنیان باید په کومو وختونو کې لاسونه پریمینځي:

ددې لپاره چې په خپله کورنۍ کې د میکروبونو د خپرېدو څخه مخنیوي وکړئ؛ د لاسونو مینځل یو عادت وګرځوئ په ځانګړې توګه په لاندې وختونو کې:

  • له خوراک او پخول څخه مخکې
  • ماشومانو ته له خوراک ورکولو څخه مخکې
  • د کناراب څخه د راوتلو وروسته
  • د کور شاوخوا تر پاکولو وروسته
  • وروسته له هغې چې په ژوو (حیوانانو) مو لاس ولګید
  • مخکې او ووروسته له هغې چې له کوم ناروغ کس سره مو ولیدل یا مو د هغه پالنه وکړه
  • وروسته له هغې چې په څنګ کې مو کوم کس پوزه سوڼ کړه، وټوخیده، یا پرينجېده.
  • کله مو چې له کور څخه بیرون لوبې وکړې، په باغ کې مو کار وکړ، یو مو کوم حیوان کوم ځای ته یووړ او داسې نور؛ خو تر ټولو اړین وختونه یې دادي چې هیڅکله باید هیر نشي:

– له رفع حاجت وروسته

– له خوړو مخکی

د لاسونو مینځلو ته په کمه سترګه مه ګورئ! هغه څو ثانیې وخت، چې د لاسونو په مینځلو یې تېروئ، کولی شي تاسې ډاکترانو ته له تګ او د زیاتو پیسو له لګښت څخه را تاو کړي.لاسونه ومینځئ او روغتیا مو ډاډمنه کړئ!

لیکنه: نصیراحمد نظري