د لاهور مردارو اوبو هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مخه و نه‌ شوای نيوای!

سېلاب د پنجاب، تهداب ته ورسېده

په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د لسګونه زرو پلويانو تر احتجاج څو ورځې وروسته په پاکستان کې، په عدالت او انصاف پسې راپورته شوی غورځنګ لاهور ته ورسېد او پرون يې د لاهور په موچي ګېټ کې زرګونه تنه پلويانو احتجاجي مظاهره وکړه.

د پاکستان پوځ او استخباراتو ټولې هڅې وکړې چې لاهور ته د پښتون ژغورنې د غورځنګ د ننوتو مخه ونيسي، خو په وس يې پوره نه‌شوه.

وړمه شپه د لاهور پوليسو د پښتون ژغورنې د غورځنګ سرلاري، علي وزير، بلال مندوخېل، مزمل او مېرمن عصمت شاه جهان په لاهور کې نيولي وو، خو تر احتجاجونو وروسته يې بېرته خوشې کړل.

وروسته پاکستاني حکومت د لاهور پر موچي ګېټ چې ټاکل شوې وه احتجاجي جلسه به پکې کېږي، د مردارو اوبو ورخونه ور مات کړل، سيمه يې چټله کړه، خو بيا هم زرګونه تنه راغونډ شول او احتجاج يې وکړ.

د لاهور په موچي ګېټ کې د احتجاجي جلسې تنظيموونکي وايي، د غورځنګ مشران منظور پښتون، محسن داوړ، علي وزیر او نور هم په سيمه کې وو چې پوليسو علي وزير او نور کسان ونيول.

د سیال افغان په نامه د احتجاج يو ګډونوال وايي، د پښتنو د حقونو لپاره راوتلی او د خپل قوم د ژغورنې په پار مبارزه کوي.

د الله نور ننګيالي په نامه د احتجاجي جلسې يو بل ګډونوال چې له جنوبي وزیرستانه لاهور ته تللی، وايي اجتجاجي جلسې ته د پښتنو د حقونو د خوندیتوب لپاره ورغلی دی او له ځان سره يې پرېمانه نور خلک هم بېولي دي.

دی وايي، لاهور د پاکستان د واکدارانو ښار دی؛ نو ځکه غواړي دلته احتجاج وکړي چې غږ یې واورېدل شي.

غونډې ته په وينا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سرلاري علي وزير وويل، دوی د پښتنو له هغو سيمو راغلي چې د پاکستان د پوځ د الوتکو له غږه به ارام نه کېده او خلک به په خپلو وينو کې لمبېدل، د دوی مخه د لاهور مردارې اوبه نه‌شي نيولای.

ده وويل، ټول به په شريکه د پاکستان پوځ د بدماشي مخه نيسي او تر هغه وخته به خپلو احتجاجونو ته دوام ورکوي چې پاکستان لارې ته نه وي راغلی او د دوی غوښتنې يې نه وي منلې.

علي وزير وايي، د شمالي وزیرستان بازارونه ولوټل شول، طالبان خو هغه وخت له هغه ځایه تللي وو، چا ولوټل؟ د اسرایيلو پوځ راغلی و؟ نه دا د پاکستان غله پوځ ولوټل.

منظور پښتون بيا احتجاجي جلسې ته په وينا کې وويل، د پاکستان حکومت درې اوونۍ مخکې یو پوځي افسر د خبرو لپاره ور لېږلی و، هغه ورته ویلي چې دا د ورکو خلکو خبره پرېږدئ، ځکه چې کېدای شي ډېر يې وژل شوي وي، خو وايي، اوس د یوه جسټس جاوید اقبال له خولې خبر شوي چې پښتانه یې پر نورو هېوادونو خرڅ کړي دي.

ده وويل، د پاکستان پوځ نه یوازې د دوی خلک خلک جبري بې‌درکه کړي، بلکې د دوی د کورونو لوښي او نور سامانونه یې هم لوټلي دي.

د منظور پښتون په خبره، د پاکستان چارواکيو مقصد یوازې پیسې ګټل دي چې تر تقاعد وروسته په نورو هېوادونو کې ماڼۍ پرې واخلي، خو وايي، دوی به دا تحریک تر هغه وخته چلوي چې پر پاکستاني مقاماتو يې د نورو هېوادونو تابعیتونه کېنسل کړي او دلته یې محکمو ته راوستي نه وي.

ټاکل شوې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ به د روانې مياشتې په پای کې په سوات ورته احتجاجي مظاهره کوي او تر هغه وروسته به وزيرستان ته ځي.

دوی د پاکستان حکومت ملامت بولي چې ترهګر روزي، خوندي ځايونه ورکوي او بيا خلک ورباندې وژني.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غواړي چې پوځ دې له قبايلي سيمو ټول هغه ماينونه ټول کړي چې د خلکو د تګ راتګ په لار کې يې ايښي او په دې سربېره دي چې زرګونه هغه پښتانه راخوشې کړي چې له کورونو يې تښتولي او بيا يې مړی ژوندی نه دی مالوم.

سرخط ورځپاڼه