د لمر پرست ګل هر اړخیزې ګټې

ژباړه :  محمداکبر حقمل معیزی

که مو غاښ درد کوي، نو د نوموړي بوټي د رېښې اوبه پکې ونیسئ، ځکه دا یوه تجربه شوې خبره ده. ویل کېږي، چې د رېښې اوبه یې د زړه د پیاوړتیا لپاره هم ډېرې ګټورې دي؛ فکر مو وي، چې امېندوارې ښځې د لمر پرست ګل د رېښو اوبه ونه څښي، ځکه ورته ډېر زیان رسولای شي. که غواړئ، چې اعصاب مو پیاوړي شي، نو هره ورځ له سهارنۍ وروسته ۲۰ ګرامه د لمر پرست ګل دانې وخورئ. هغه کسان کوم، چې د لمر پرست ګل له دانو څخه ډېره ګټه اخلي، نو په هغې کې به د مینې کچه لوړه وي او حوصله به یې زیاته وي. که څوک غواړي ځان چاغ کړي، نو د لمر پرست له دانو د ګټه اخلي هغه هم سهار او وروسته له غرمې. هغه کسان کوم، چې د لمر پرست ګل دانې خوري، نو ويټامینA، فسفر، فلورین او کلسیم به یې زیات شي او د غاښونو او سترګو لپاره هم ګټورې دي. هغه څوک، چې د لمر پرست ګل دانې خوري، نو معده به یې جوړه وي؛ ځکه د معدې د ځوښ او التهاب ضد دي. که غواړئ مخ مو روښانه، ځلېدونکی او ښکلي وي، نو د لمر پرست ګل دانې میده کړئ او د چینار له پاڼو سره یې وټکوي، سره ګډې یې کړئ او پر مخ مو یې وموښئ، چې دا کولای شي د پوست د ډېرې ښکلا لامل شي. یو څه په یاد ولرئ کله، چې ډېر وږي وئ، نو د لمر پرست ګل له دانو ګټه مه اخلئ، ځکه په هغې صورت کېدای شي د معدې د ستړیا لامل شي او دومره څه ورته ونه رسېږي څومره ته، چې اړتیا لري.