چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د لیمو پوست مو وزن په دې طریقه کموي

له موږ څخه ډېری کېدای شي تر اوسه د لیمو د پوستکي له ګټو نه وي خبر، نو له همدې امله یې لرې غورځوو، خو ښه ده چې دلته لږ د لیمو د پوستکي پر ګټو تم شو؛ ځکه پوستکی یې هم د لیمو په څېر ګټور دی.

د لیمو پوستکی د هډوکو په پیاوړتیا کې مرسته کوي؛ ځکه په زیاته کچه کلسیم او ويټامین سي لري چې دواړه یې د هډوکو په سلامتیا کې مهمه ونډه لري. دغه راز د لیمو پوستکی په خپل ترکیب کې (لیمونين) هم لري چې په بدن کې له سرطاني سلولونو سره مبارزه کوي.

د لیمو پوست مو وزن کموي

د لیمو پوستکی په خپل ترکیب کې د پکتین په نوم ماده لري چې د بدن د وزن کمېدو دنده پر غاړه لري. که غواړی چې پوست مو ګونځې ونه کړي او تل ځوان پاتې شی نو د لیمو له پوستکي څخه ګټه واخلئ. د لیمو پوستکی پر پوست هغه داغونه او خالونه له منځه وړي چې عمر خوړلي کسان ورسره مخ کېږي.

ځيګر پاکوي، د غوږونو چرک له منځه وړي، په بدن کې د وینې جریان منظموي، د پړسوب مخه نیسي او له مغذي سکتې مو ژغوري. که غواړی په تدریجي ډول خپل وزن کم کړی، نو لیمو مو په خپل غذایي رژیم کې ور زیات کړئ.

ژباړه: حمیدالله حمیدي