د لیکوالي یوولس لارې

ژباړه: دادمحمد ناوک

زړه مو دی چې یو څه ولیکئ؟ په ښار کې د لیکوالي لپاره ډېر کورسونه جوړ شوي، خو ستاسې زړه نه ورته کېږي؟ تاسې هم داسې وایاست چې لیکوالي دې کوروسو ته په ورتګ نه زده کېږي؟ ښه، درسره منم یې؛ نورې لارې هم شته، چې همدا اوس يې را پیل کړئ:

۱- ولیکئ!

د لیکلو پیل سخت نه دی، سخته داده چې لاس ترې ووينځې. لکه پنیر، چپیس، بادام او نورو خوندور شيان، د لیکلو لپاره یواځې پیل وکړئ، نور اسانه کیسه ده، صرف ولیکئ او ولیکئ، مهمه نه د چې څه شی لیکئ.

۲- ولولئ!

لیکل او لوستل مخامخ یو پر بل اغېز کوي، ډاکټران چې کله ډاکټران شي بیا هم روغتيايي لیکنې کوي، لیکوال هم همداسې مجبور دي چې ټينګه مطالعه وکړي، ډېر لوستل په ښو لیکلو سخت اغېز کوي، نو لطفا څومره مو چې وس وي د « ليکلو لپاره» مطالعه وکړئ!

۳- پر ځان باور وکړئ!

لیکوال کېدل عرضې ته اړتیا لري، تاسې خپل فکر په کاغذ لیکئ، سموئ يې او بیا يې خپروئ، نو پر خپل ځان ډاډه اوسئ، له راتلونکې مه ډارېږئ او د لیکلو په وخت خو بېخې د راتلونکې وېره مه کوئ، کوم وخت چې له لیکلو خلاص یاست پر ځان د ډاډ روحيه پیاوړې کوئ!

۴- ټول مه خوشاله کوئ!

که کله کومې ډله ييزې لوستنې، یا هم د ملګرو منځ ته ورغلي یاست چې د کوم ادبي شهکار په اړه خبرې کوي، لیدلي به مو وي چې دغه شهکار له یوې خوا شهکار خو له بلې خوا نه ګڼل کېږي، نو باوري اوسئ هیڅ لیکوال هم ټول خلک نه دي خوشاله کړي، تاسې هم همداسې کوئ!

۵- د لیکنې په غلطۍ باوري اوسئ!

هيڅ لیکوال به پیدا نه کړئ چې لیکنه يې سمون ته اړتیا ونه لري، ډاډه اوسئ که هر چا درته وویل چې د ده لیکنې سمون ته اړتیا نه لري، درواغ وايي، پر ځان پام کوئ او کوشش وکړئ چې د ځان او مخاطب احترام وساتئ، نور يې کیسه کې مه کېږئ!

۶- د الهام په تمه مه کېنئ!

هغوی چې وايي دوی ته د لیکنو یا هم کیسو سوژې الهام کېږي، درواغ نه وايي، خو ممکن دوی دومره مسلکي شوي وي چې له سوژو نه د الهام لپاره يې سم دام غوړولی وي، تاسې ته له اولې ورځې الهام نه کېږي، کولای شئ په هره سوژه کار وکړئ، نور نو لیکوالي پخپله کېږي.

۷- د شرحې پر ځای يې ور وښيئ!

انتون چیخوف وايي ماته مه وایه چې سپوږمۍ ځلېږې، ماته د ماتو شويو شیشو پر مخ د سپوږمۍ وړانګې را وښيه، دا یو خورا ښه مثال دی. دا خبره غوږ کې کلکه ونیسئ څه شی چې «ښوول» کېږي، تشریح کوئ يې مه!

۸- د پیسو لپاره يې مه ليکئ!

پر دې باوري اوسئ چې په لیکوالي پیسې نه شئ پیدا کولی، که غواړئ چې پر دې کار ډوډۍ پیدا کړئ قلم مو جېب کې کېږدئ! که په نوم او نښان پسې ګرځئ ممکن یو څه وشي.

۹- د لیکلو لپاره ځانګړی وخت او ځای

لکه په ټاکلي ځا ی کې چې له لیکلو خوند اخلئ، دغسې له وخته هم د لیکلو، لوستلو او فکر کولو لپاره ځانګړی کړئ!

۱۰- لیکنې مو هر چاته مه ورکوئ!

خپلې لیکنې مو هغه چاته ور ښکاره کړئ، چې د غلطۍ موندلو پر ځای د سمولو هڅه کوي، نظر يې له بخيلي او کرکې لرې وي.

۱۱- اوس دا پاڼه بند کړئ، له انټرنیټه ووځئ او لیکل پیل کړئ!