د لیکوالۍ هنر‎

لیکنه:  محمداکبر حقمل معینزی

لیکوالي یو داسې هنر دی که یې غواړئ، نو درته ښه راغلاست وايي او که یې نه غواړئ، نو درڅخه بلا لېرېوالی خپلوي.

دا هنر یوازې پر باور او پیل پورې نيښتی دی. که مو پر ځان باور ودرلود او د یو څه پر لیکلو مو پیل وکړ، نو پوه شئ، چې هرومرو به یې ولیکلی شئ، په همدې برخه کې خپلې ناپېژندل شوې وړتیاوې راوسپړئ پر ځان به مو غره شئ او غوره لیکولان به در څخه جوړ شي.

که غواړئ په لږ وخت کې غوره لیکوالان شئ، نو لاندې شرطونه خپل کړئ:

‍‍۱ په هېڅ ډول لیکنه مو مه شرمېږئ!

۲ د بل ډېرې تجرې له خپلو لږو تجربو سره مه پرتله کوئ!

۳ په لومړیو کې هېڅ کس بشپړ نه وي؛ تاسو هم په خپلو لومړنیو تېروتنو مه شرمېږئ!

۴ که غواړئ لیکوالان شئ، نو هره ورځ پرته له دمې یوه یوه لیکنه وکړئ!

۵ د تل لپاره دا په پام کې ولرئ؛ که نن کوچنۍ او لږ لیکنه وکړئ، نو د سبا لپاره به له هغې څخه د لويې لیکنې وړتیا ولرئ!

۶ که نوې او حیرانوونکې سوژې نه شئ موندلای؛ نو په زړو سوژو باندې کار وکړئ!

۷ هغه وخت درڅخه بشپړ لیکوال جوړېدای شي؛ کله، چې په خپله لیکنه حساب وکړئ، خپله کم ارزښته لیکنه مو ارزښتمنه وبولئ.

۸ په خپل ځان کې مو باوري او پای ته نه رسېدونکې وړتیا ولټوئ.

که دا شرطونه خپل او پلي کړو، نو لیکوال کېدل به مو حتمي وي او که چېرې همدا اړین شرطونه ونه منو او پلي یې نه کړو، نو په هغې صورت کې بیا لیکوالي کوم اسان کار نه دی.

تل هڅه وکړئ ترڅو یو څه ولیکئ؛ د خپلې نېکې هڅې له ګټو مو نور برخمن کړئ