د مار چیچولو پر وخت سمدلاسه څه باید وکړئ؟

ماران ټول زهرجن وي خو ځینې یې تر دې اندازې سخت وي چې د چیچلو وروسته که طبي مرسته ونشي انسان له مړینې سره مخ کوي.

خو د مار چیچلو پر وخت سمدلاسه څه باید وشي؟

لومړی: پکار دي چې طبي مرستې په کار واچوئ، او هڅه وکړئ خپل ځان او زړه کلک وساتئ، ځکه چې که انسان څومره ډاریږي د زړه درزا یې زیاتيږي او همدې سره بدن کې زهر په چټکۍ سره خپریږي.

دوهم: که چیرې یې په لاس یا پښه چیچلي وای سمدلاسه کینئ او بدن ته ډیر حرکت مه ورکوئ، او له بدن څخه ساعت، ګوتمه، غاړکۍ یا بنګړي لرې کړئ، ځکه چې له چیچلو وروسته هغه ځای پړسیږي چې ورسره د وینې ګردش اغیزمن کیږي.

دریېم: که په چیچلو سره وینه روانه شي پریږدئ چې ووځي حتی هغه ځای زور کړئ چې وینه او زهر ترې رابهر شي او بیا د ټپ شاوخوا پاک کړئ او په ټوټه یې سست وتړئ.

که چیرې پر وخت طبي مرستې چمتو نه وي څه باید وشي؟

کوښښ وکړئ داسې ځای ته ځان ورسوئ چې یو څه مرسته ترلاسه کړئ، خو له چټکو تلو څخه ډډه وکړئ او که کوم ملګری درسره وي د ملګري په واسطه قدم واخلئ، خو که بیا هم تلو کې ستونزه وه پر ټپ صابون واچوئ او اوبه پرې تیرې کړئ، په دې سره د انفکشن خپریدلو مخه نیول کیږي.

د ټپ ځای په یوه نرمه او هواداره ټوټه تر دې دمه سسته وتړئ چې د وینې ګردش اغیزمن نشي، په دې سره په چټکۍ د ټپ خپریدلو مخه نیول کیږي، ځینې خلک د ټپ ځای د زهر نه خپریدو له کبله دومره کلک وتړي چې د وینې ګردش سخت اغیزمن کړي او نورې ستونزې راولاړې کړي.

له دې وروسته استراحت او ارام وکړئ، او د ټپ ځای د زړه نه لاندې کیږدئ چې د چټک زهر خپرېدلو مخه ونیول شي.

څه باید ونکړل شي؟

د ټپ پر ځای له واورې «یخ» کیښودلو څخه ځان وساتئ، او په خوله د زهرو راویستلو کوښښ هیڅکله ونکړئ، ځکه په دې سره زهر نه راوځي خو ورسره په ټپ کې د خولې بکتریاوې «مکروب» خپرېدو ګواښ زیاتیږي چې مرګونې هم ثابتیدلی شي ځکه چې د بکتریاو خپریدل انفکشن رامنځته کوي.

د ډاکټر له مشورې پرته د درد درمل مه خورئ، او ټپ په سخته او کلکه ټوټه مه تړئ ځکه چې دا نسجونه «tissue» زیانمنوي، او که په دې سره د وینې ګردش اغیزمن شي له نورو ستونزو تر څنګ د بدن اغیزمنه برخه ټوله له منځه ځي.

د زهرجن مار نښې:

د زخم سور کېدل، د پوستکي رنګ بدلېدل یا پړسوب زیاتول، د بدن او سر سخت درد، د سوځیدو احساس، د وینې فشار ښکته کېدل، ساه اخیستلو کې ستونزه پیدا کېدل، سر تاویدل، په سترګو تیاره راتلل یا نظر خړیدل، خوَله، تبه او تنده راتلل، په خبرو او توجو کولو کې ستونزه، ژبه او ستونی پړسیدل، معده دردیدل او د کمزورۍ احساس کول ټول د زهرجن مار نښې دي، چې باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي.

کاپي: مډیا