د ماشومانو د بدلون له پاره، لومړی باید خپله بدلون وکړو

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ـــ که چېرې اندېښمن یاستئ، نو د آرامه ماشوم هیله مه لرئ.

ـــ که چېرې بې پروګرامه او نا همغږي یاستئ، د منظم ماشوم تمه مه لرئ.

اصلاً باید د ماشوم روزنې ته ډېر پام وکړئ، ځکه چې ماشومان هغه مېوه ده، چې د کورنۍ په ونه کې را زرغونېږي. هر ډول اپت چې په کورنۍ باندې اغېز وکړي، نو ماشومان هم ترې اغېزمن کېږي.

هوښیار بڼوال، د دې له پاره، چې ښه او سالم حاصل ولري، باید له ونې او ریښې څخه یې اپتونه لرې کړي، چې له امله یې مېوې ( ماشومان ) روغ او سالم را منځته کېږي، نو د کورنۍ دا ونه، چې د مېرمنې او خاوند ترمنځ تړاو دی، باید په پیل کې روغ او سالم وي.

باید هره جوړه او د دوی ترمنځ اړیکه سمه وي، ترڅو ویاړلي ماشومان ولري.

که چېرې تاسو تر دې دمه واده نه دی کړی، بیا هم د ماشومانو له روزنې سره به مخامخ شئ، ځکه له همدا اوس څخه په خپلو صفتونو کې بدلون را منځته کړئ، ترڅو په راتلونکې کې له یوې روغې کورنۍ سره، خپل ماشومان وروزئ.

که چېرې کورنۍ مو تشکیل کړې وي، د دې پرځای چې په خپلو ماشومانو باندې پټکې وکړئ او خپلې مېرمنې ته وګواښېږئ، په ځان کې د بدلون راوستل پیل کړئ.

آیا له خپل ماشوم سره د پېغور او طعنې پرمټ غږېږئ یا په هغه باندې ملنډې وهئ!؟

آیا له خپل ماشوم څخه هیله لرئ، چې تل ۲۰ ( بشپړ ) واوسي!؟

آیا خپل ماشوم ته وایئ، یوازې هغه مهال ورسره مینه لرئ، چې ښه کارونه ترسره کړي!؟

آیا تاسو له خپل ماشوم سره، په خپل خاوند پسې خبرې کوئ!؟

آیا خپل ماشوم ته مو د لټ، بې نظمه او ډارن کلمې کارولي دي!؟

آیا تل مو په افراطي توګه په خپل ماشوم باندې دومره پام ساتلی، ترڅو کارونه یې تل، له تېروتنې پرته ترسره شي!؟

آیا تل  د خپل ماشوم پوښتنې ته  په چټکه توګه ځواب ورکوئ، ترڅو داسې نه چې هغه له خپل فکر څخه ګټه واخلي!؟

آیا د خپل ماشوم د ودې او پرمختګ له پاره، هغه ته د خلکو ماشومان د بېلګې په توګه وړاندیز کوئ، چې هغه هم هغوی ته ورته کارونه ترسره کړي!؟

آیا په خپل ماشوم باندې په غوسې سره چیغې وهئ، چې له خپل کوچني ورور سره په غوسه خبرې ونه کړي!؟

د دې پوښتنو ځواب، ستاسو ماشوم روزنه ارزوي. وروسته له دې چې تاسو خپل ځان وروزه او مناسبه مېرمن/ خاوند مو پیدا کړ او له هغه سره مو د واده مهارتونه او دغه راز له یوبل سره مو د صمیمي اوسېدلو اړیکه ټینګه کړه، نو اوس د ماشوم روزنې د مهارتونو وار را رسېدلی دی. له پړاوونو څخه ګام په ګام  او په بریا سره تېر شئ، ترڅو د خپلې خوښې پایله تر لاسه کړئ.