سه شنبه , 16 اپریل 2024

د ماشومانو د ښې روزنې په اړه څو ګټورې لارښوونې

ژباړه: محمد عزيز پردېس

۱- ډالۍ لومړی نجلۍ ته ورکړئ.

۲- خپل ماشوم سره ماشومانه لوبې وکړئ.

۳- خپلو اولادنو ته په سلام اچولو سره، هغوی ته شخصيت ورکړئ.

۴- خپل ماشومان ښکل کړئ.

۵- ماشومان مو په ماشومانه کارونو سره مه رټئ او کارونو ته يې په سپک نظر مه ګورئ.

۶- ماشومانو ته مو د وکړه، مه کړه ( امر او نهي ) د کلماتو له ډېر استعمال څخه ډډه وکړئ، ترڅو جرئت پيدا کړي.

۷- ماشومان مو هېڅکله د ژړا لپاره مه رټئ ( مه يې وهئ ).

۸- خپلو ماشومانو سره چې کله کومه وعده کوئ، نو عمل پرې وکړئ.

۱۰- ماشومانو ته مو د زده کړې ( تعليم ) په هکله مالومات ورکړئ او ورته ويې هڅوئ.

۱۱- د مېلمنو مخکې مو ماشومان مه رټئ.

۱۲- که په کور کې ماشوم ته احترام وشي نو هېڅکله به د پلار او مور خبره پر ځمکه ونه غورځوي.

۱۳- د پلار او مور له لوري پر ماشوم شفقت، ماشوم په خپل نفس برلاسی کوي او ډاډمنوي يې.

۱۴- بريالی روزونکی هغه دی چې د ماشوم غوښتنې په ښه ډول او پرته له کوم منفي برخورد څخه ومني.

۱۵- خپل ماشومان مو په رښتيا ويلو عادت کړئ.

۱۶- ماشومان مو مه ډاروئ، ډار د ماشوم شخصيت زيانمنوي او په رواني ستونزو يې اخته کوي.

۱۷- د ګناه زيانونه مو ماشومانو ته روښانه کړئ او په دې يې پوه کړئ چې د ګناهکار څخه خلک کرکه لري.

۱۸- مخکې له دې څخه مو چې ماشوم شپږ کلن شي نو بستر يې جلا کړئ.

۱۹- پند او لارښوونه هغه وخت په ماشوم تاثير کوي چې د کورنۍ مشران او غړي يې خپله په ځان عملي کړي.

۲۰- کورني او بيروني نظام ترمنځ توپير ته قايل شئ او ماشومان مو دننه کور کې آزاد پرېږدئ چې لوبې وکړي.

۲۱- د ماشومانو څخه غير منتطره کړنې تر يو بريده قبولې کړئ.

۲۲- د ټولنې کمرنګه او ناکامه کسانو سره هېڅکله خپل ماشومان مه پرتله کوئ.

۲۳- خوږې او پندناکه لنډې کيسې مو ماشومانو ته په خپله ژبه ووايئ او غورچاڼ يې په لنډيز ډول ورته روښانه کړئ.

۲۴- په کوچنيوالي کې د ماشومانو ډېره شوخي، په لويوالي کې د هغوی د ښه او پياوړي ذهن څرګندونه کوي.

۲۵- له ۷ کلنۍ څخه مو ماشومان په لمانځه عادت کړئ، لمونځ د ماشوم ذهن او روح په دايمي ډول آرامه کوي.

۲۶- ماشومانو ته مو قرآن زده کړئ، د قرآن زده کړه هغوی ذهنا او روحا د نورو زده کړو لپاره چمتو کوي.

۲۷- د ماشومانو مخکې هېڅکله شخړه مه کوئ.

۲۸- هېڅکله د ماشومانو مخکې داسې مه ووايئ چې: خدايه مرګ راکړې.

۲۹- د ماشومانو غوره استعدادونه پيدا او انکشاف ورکړئ.

۳۰- د پلار او مور له لوري پر ماشومانو شفقت، د هغوی لپاره هرڅه دي، پر ماشومانو مو د مينې ګېډۍ ووېشئ.

۳۱- د عمري تکامل په نسبت مو ماشومان ورو ورو څپلواکه کړئ.

۳۲- د ماشومانو روزنه او هغوی ته د قوانينو ښودل د کورنۍ مسوليت دی.