د ماشومانو لپاره د يو مهربان سپین ږیري لنډه کیسه

ژباړه: حامد حقمل

د خدای (ج) په مخلوقاتو رحم وکړئ! چې خدای(ج) درباندې رحم وکړي.

یو تن سپین ږیری کارګر چې تقریبأ د پنځوسو کلونو عمر یې درلود.

د یو ښارګوټي په ځنډه کې یې ژوند کولو، دغه سپین ږیری ډير بېوزله او د ډيرو اقتصادي ستونزو سره مخ وو، سپین ږیری به چې سهار وخته به چې پاڅیده مخ د چوک (پلکه ) پر لور چې کار وکړي. کله به چې ماښام شو نو درومره څه به یې را پیدا کړي وو څومره به یې چې کار کړی وو. خو کله کله به داسې ورځې ا و شپې هم پرې راتللې چې ده به نشوی کولائ چې د خپلو اولادونواو کور نفقه پوره کړي ، نه یوازې دی بلکې ښځې او اولادونه به یې د شپې وښې ویده کېدل او سهار به نار پاڅېدل.

نو یوه ورځ همدې سپین ږیری بوډا له سهار نه تر ماښامه کار وکړ کل چې د کور په طرف راتلو نو د ډوډنځي(نان وایی ) څخه یې دری ډوډۍ را واخیستې کورته را روان شو کورته نیږدې ( نا رسیده) آهسته آهسته یې د سپي ( غپ ِ غپ ) غږ وارویدلو.

د سپین ږیري زړه نا ارامه شو، وروان شو کله چې نیږدې ور ورسېد؛ ولیدل چې په یو خرابه کې یو سپی او ورسره یې کوچیني زامن هم وو. له لوږې یې نور نه حرکت کولای شوی او نه یې هم نوره ساه ایستلی شوی، نو په همدې شېبه کې هغه سپین ږیري چې دری دانې ډوډۍ یې خپل کور ته اخیستې وې. نو له هغې څخه یې یوه سپي ته واچوله.

سپي چې کله پرې شروع وکړه نو د سپي په ځان کې لږ لږ حرکت پیدا شو، سپین ږیري دوهمه ډوډۍ بیا هم سپي ته واچوله.چې سپین ږیري ته یوه ډوډۍ پاتې شوه بالاخره له همغې یوې ډوډۍ سره کور ته روان شو.

کله چې يې ښځې له یوې ډوډۍ سره ولید نو ورته یو دم یې وویل ولې نن ورځ! څه شوي، ولې؟ خاوند ورته وویل.« نن ورځ کار نه و»

څو ورځې چې تیرې شوې نو همدا سپین ږیری داسې بډایه( سرمایه دار) شو. چې سم د لاسه په همدې ښار کې د څو دوکانونو څښتن شو.

چې د دې سپین ږیري دې کار ته خلک هم ډير سرګردانه شول او ورته حیران پاتې شول.

همدا سپین ږیری هم خپل ځان ته او همدې یو دم تغیر ته ډير حیرانه پاتې شو، خلکو او ده له ځان سره دا فکر کولو چې څنګه داسې یو دم دومره بډایه (سرمایه دار) شو.

ورورسته له ډیروفکرونو دې پایلې ته ورسېدل، چې د دې بډایه کېدو علت یوازې او یوازې هماغه ورځې چې هغه وږي سپي ته یې ډوډۍ ورکړه او په همغه یې رحم وکړ.

نو د خدای پاک ټول مخلوقات یو د بل تر رحم لاندې دي.

نو که چیرې ستاسو هم پر یو بل باندې رحم و نه لرئ؛ نو په دې کې شک نشته چې ستاسو به هم له یو بل څخه خوشحاله نه شئ.

غربي مېرمن د افغان په کور کي!