پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د ماشومانو پر مخ چیغې وهل او رټل دوی په رواني ناروغۍ اخته کوي

هر مور او پلار غواړي بچی یې په هېواد او ټولنه کې یو ګټور شخصیت ثابت شي، او د ښه ژوند څخه برخمن وي، خو دا هغه مهال شونې ده چې د ماشوم ذهني روغتیا بشپړه وي.

داسې مور او پلار هم شته چې د ماشومانو د خوراک څښاک او ددوی بدني روغتیا خیال ساتي، خو په عین وخت کې بیا ددوی ذهني روغتیا په نظر کې نه نیسي.

ټول روانشنان او روغتیايي کارکونکي دا مني چې په کوچنیوالې کې د ماشومانو رټل او یا له هغو سره په غوسه او قهر چلن د هغوی راتلونکی ته نه جبرانیدونکي زیانونه اړوي.

څیړنې ښيي چې د کم عمره ماشومانو ذهني روغتیا د بدني روغتیا په څېر او لا زیاته اړینه ده، همدغه ددوی راتلونکی ټاکي.

څیړنه زیاتوي، کله چې د ماشومانو پر مخ په ډارولو، غوصه او چیغو وهلو خبرې کیږي، ددوی ذهني روغتیا سخته اغیزمنه کوي، ددوی دماغ برعکس د هماغې کار کولو او یا د وخت په تېریدو سره له هغې د سخت ځواب ورکولو هڅه کوي.

په داسې کېدلو سره د کوچنیانو دماغ خورا له خطر سره مخ کیږي، منفي اغیز کوي او پر دوی وروسته ددې اثرات روښاونه کیږي.

د څیړونکو په وینا هغه ماشومان چې کوچنیوالی یې په ډار، غوصه او د چیغو وهونکو مور او پلار پر مخ تېر شوی وي، دوی د رواني ناروغیو ستونزو او ذهني پیچلتیا او اختلاط سره مخ وي، چې د دوی ژوند هم له منځه وړلای شي.

ددې برعکس هر هغه مور او پلار چې د ماشومانو سره په نرمه لهجې خبرې کوي، په سمه توګه ددوی ستونزې حل کوي، او ددوی پر مخ چیغې نه وهي، داسې کوچنیان پخپله د نرم مزاج خاوندان وي، او خپل مسوولیت په سمه توګه پيژني.

کاپي نن ویب