چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د ماشوم د اورېدو ځواک به څنګه مالوموئ؟

ژباړه: هېواد رفعت

کېدای شي تاسې حیرانې ياست چې نوی پیدا شوی ماشوم په هيڅ ډول غږ نه را ویښېږي، کولای شي ښه واوري؟

امریکایي پوهنتون وړاندیز کړی چې ټول نوي زېږېدلي ماشومان تر دې مخکې چې رخصت شي یو ځل یې باید د اورېدو ازموینه وشي.

اټکلونه ښیي چې له هرو زور نویو زیږېدلو ماشومانو څخه یې دوه یا درې د اورېدو له مشکل سره مخ دي.

له نېکه‌مرغه ډېری ماشومان د اورېدو په لوړ توان دنیا ته راځي، هغه نوی پیدا شوی ماشوم چې کوټې ته په ور ننوتلو ستاسې خوا ته وګوري، تاو شي او یا په چغ و پوغ شروع وکړي، احتمالاً ښه اوري. تاسې په یوه ساده کړنلاره کولای شئ د خپل ماشوم له ښه یا کم اورېدو ځان خبر کړئ.

کله چې هغه ویښ او بیداره وي، شا ته یې ودرېږئ او لاسونه وپړکوئ، که د اورېدو توان یې ښه او قوي وي په دغه ناڅاپه غږ به پورته ترپ کړي، دا کار څو ځلې وکړئ چې ښه باور تر لاسه کړئ.

هغه ماشومان چې د اورېدو قدرت یې عادي وي شاید د لاسونو له پړکولو سره خپل سر د غږ د منبع پر طرف وګرځوي او ځینې ماشومان تر هغه چې تاسې و نه ویني متوجه نه وي احتمالاً دوی په اورېدو کې مشکل لري.

څه شی ماشوم کڼوي؟

ځینې ماشومان په میراثي علت کاڼه پیدا کېږي یا هم د اورېدو مشکل لري. په کورنۍ کې د کڼښت مخینه د خطر علامه کېدای شي. نور لاملونه یې عبارت دي له؛

د رحم دننه د سي.ام.وي «سایټومګالو وایرس»، مخکې له مودې تولد، د ټیرويید غدو کموالی…، ځینې وخت د اورېدو ستونزې موقتي وي چې ماشوم ته له يخ وهلو او د غوږونو له طبيعي چرکه ور پېښېږي، یا ممکن د غوږ داخلي برخه د زخم، غدې یا یو ویروس په سبب ضرر وویني.