سه شنبه , 16 اپریل 2024

د ماشوم د خپلواکۍ له احساس څخه ملاتړ

ژباړه : عطا محمد میاخېل
له خپل ماشوم سره بې قید و شرطه مینه وکړئ، دې ته په نه پاملرنې سره، چې سم یا نا سم چلندونه یا ټاکنې یې درلودې . په هغې مینې او لېوالتیا باندې ډېر پام وکړئ، کومه چې د ځانګړو چلندونو په وړاندې یې هغه ته څرګندوئ .
د ماشوم تاییدول او له هغه څخه خوښ اوسېدل، دې پورې مه مشروطوئ، چې په بشپړه توګه ستاسو د وړاندیزونو او هیلو سره سمې کړنې ترسره کړي . د خپل ماشوم له پاره بېلګه واوسئ، د خپلو چلندونو مسؤولیت ومنئ، د خپلو ناسمو چلندونو، باورونو او لیدلورو په بدلون کې ډېره زیاته هڅه وکړئ .
مخکې تر دې، چې د کړنو پایلو ته پام واړوئ، نو د مسایلو بهیر ته پام وکړئ . د بېلګې په توګه : دا چې ستاسو د ماشوم روزنه څنګه ترسره کېږي او یا دا چې په کومه بڼه تصمیم نیونه زده کوي، باید ستاسو له پاره، له دې څخه ډېره زیاته مهمه وي، چې د هغه د ټاکنې او چلند پایله به څه وي . اوږد مهالې موخې مو ذهن ته وسپارئ او له خپلو ماشومانو سره د اړیکو څرنګوالی وساتئ .
خپل ماشوم ته د منطقي او د منلو وړ ټاکڼو وړاندیز وکړئ . دا تګلاره له وهلو او رټلو پرته د ماشوم د هڅونې له پاره، له هغه سره یوه همکاري ده، چې ډېره زیاته ګټوره ده .
د مناسبو او پرځای تصمیمونو په نیونه کې د خپل اولاد په وړتیاوو باندې باور ولرئ، حتا که چېرې د دې ادعا د ثبوت له پاره ډېر شواهد هم شتون ونه لري . له هغه څخه هغه کارونه وغواړئ، چې پوهېږئ ترسره کولای یې شي، په دې برخه کې په ځان باندې د باور او د مهارتونو په ډېرښت سره، تاسو هم د شمېر او ډول له پلوه د خپلو وړاندیزونو لمن پراخه کړئ .
هڅه وکړئ چې د خپلو ماشومانو په مخکې څو ټاکنې کېږدئ، حتا هغه وخت چې پوهېږئ، کومه یوه یې د هغه له پاره مناسبه او ګټوره ده . هڅه وکړئ، چې له ماشوم سره مو تعامل اوږد مهالې ډالۍ له ځان سره ولري، ترڅو د مثبتو او هیله بښونکو پایلو په یادونې سره، چې په تمه یې دي، هغه د خپل کار ترسره کولو ته لېواله کړئ .
د خپلو ماشومانو مینې او لېوالتیا ته درنښت وکړئ، په یاد ولرئ، چې د هغه اړتیاوې او احساسات تل مهم دي، حتا که چېرې ډېری وخت وروستۍ خبره تاسو وکړئ .
دا لیکنه ښه په غوره سره ولولئ، چې ستاسو د ماشوم خپلواکي او ابتکار ته رسېدل، ولې تاسو خواشیني کوي او دا د دې سبب ګرځي، چې د خطر احساس وکړئ، پرته له دې، چې د خپل ماشوم د ودې او روزنې د بهیر په وړاندې خنډ وګرځئ، په ټول توان سره د دا ډول احساساتو لامل بررسي کړئ .
اجازه ورکړئ، چې ستاسو ماشوم د خپلو کمزورو او ناسمو ټاکنو له پایلو سره مخامخ شي، البته په هغه صورت کې، چې یادې پایلې ګواښیزې او خطرناکې نه وي او له خپلو کړنو څخه درس واخلي . داسې شرایط را منځته کړئ، چې ماشوم مو د خپلو کارونو مسؤولیت په خپله غاړه واخلي او خپلو ناسمو چلندونو ته بدلون ورکړي .