د ماشوم د مرستندویه خوړو پیل

ژباړه : عطا محمد میاخېل

ستاینه او هڅونه د ماشوم له پاره تر ټولو غوره ډالۍ ده، په دې اساس د هغه هر مثبت چلند پرته له ځنډه وستایئ او په دې کار کې ځنډ مه کوئ، ماشوم ته د بډو

( رشوت ) په توګه بې ګټې خواړه مه ورکوئ .

۱ ـــ ستاینه او ډالۍ :

ستاینه او هڅونه د ماشوم له پاره تر ټولو غوره ډالۍ ده، په دې اساس د هغه هر مثبت چلند پرته له ځنډه وستایئ او په دې کار کې ځنډ مه کوئ، ماشوم ته د بډو

( رشوت ) په توګه بې ګټې خواړه مه ورکوئ .

خبر اوسئ، چې مکافات له بډو (رشوت) سره توپیر لري، ځکه بډې له ښه چلند مخکې ورکول کېږي، خو مکافات له ښه چلند وروسته ور ډالۍ کېږي . هېڅکله ماشوم د ډېر خوراک له امله مه ستایئ .

۲ ـــ د قوانینو مراعاتول :

ټاکل شوي قوانین د ژوند د عادي اصولو په توګه مراعات کړئ او هېڅکله تر پښو لاندې یې مه کوئ . مه هېروئ، تاسو او مېرمن مو باید د قوانینو په مراعاتولو کې ثابت قدمه واوسئ. که چېرې له ماشوم څخه غوښتنه کوئ، چې درې کاشوغې نور خواړه هم وخوري، نو په هېڅ وجه کمښت مه ورکوئ . سره له دې، کله چې ماشوم خپل خواړه نه خوري، نباید د اصلي خوړو پر ځای نور خواړه ورکړئ .

۳ ـــ د ټاکل شویو اصولو ټینګښت :

د خوړو د خوړلو وخت په ژوند کې د اصولو د ټینګښت له ستنو څخه یوه ستن ده او د امکان تر بریده نباید پکې بدلون را منځته کړئ، په هر حال کله چې ماشوم لږ ستر شو، کولای شئ د خوړو د خوړلو په وخت کې لږ بدلون را منځته کړئ او د اړتیا په صورت کې نیم ساعت بدلون راولئ .

۴ ـــ بریدونه او سرې کرښې :

د خوړو خوړلو د وخت ثابت اوسېدل او د خوړو په دسترخوان او مېز باندې ناستی، د خوړو خوړلو تر ټولو مهم قوانین دي . د خوړو خوړلو د آدابو مراعاتول هم د ماشوم د عمر له مخې توپیر کوي .

۵ ـــ نظم :

هېڅکله ماشوم د خوړو د نه خوړلو په خاطر مه رټئ او سزا مه ورکوئ . ماشوم ته هغه مهال سزا ورکړئ، چې خواړه یا څیزونه شیندي او یوې او بلې خواته یې غورځوي او یا په دستر خوان باندې نه کېني . د سزا له پاره، له دې تګلارې څخه کار واخلئ لکه : که چېرې یو ځل بیا دې دا کار وکړ، نو سزا به درکړل شي  .

۶ ـــ اخطارونه :

مخکې له مخکې د خوړو خوړلو د وخت په اړه ماشوم ته څو ځله خبر ورکړئ، تر څو خپلې کړنې او فعالیتونه پرېږدي او خوړو خوړلو ته چمتو شي، تمه مه لرئ، کله چې ماشوم په لوبو بوخت دی او ستاسو د غږ په اورېدو دستر خوان یا د خوړو مېز ته راشي، باید لومړی هغه ته موکه ورکړئ، ترڅو هیجان یې را ښکته او آرام شي، که چېرې بیا یې هم ځنډ وکړ، نو یادونه ورته وکړئ، چې خپل چلند سم کړي . که چېرې یو ځل بیا یې خپل ناسم چلند ته دوام ورکړ، نو له دې تګلارې څخه ګټه واخلئ : که چېرې یو ځل بیا دې دا کار وکړ، نو سزا درکول کېږي .

۷ ـــ تمې :

که چېرې د خوړو خوړلو پرمهال ناسم چلند لري، نو په ډېره ساده توګه ورته توضیح کړئ، چې دا چلند یې ستاسو له انده هېڅ د منلو وړ نه دی او دلیل یې هم ورته ووایاست، خو له پېچلو او مغلقو توضیحاتو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې د نوي په پښو راغلو ماشومانو غوږونه هېڅ منطق او استدلال ته بسنه نه کوي .

۸ ـــ محدودیتونه :

د ځینو خوړنیزو توکو د خوړلو له پاره د ماشومانو ژر تېرېدونکي هوسونه نالیدلي ونیسئ، سر بېره پردې د خوړو پر سر بانې غوښتل، د والدینو د پام را اړولو له پاره یوه لاره ده، نو ورته پام مه کوئ، خپلو ماشومانو ته ډول ډول خواړه چمتو کړئ، خو اجازه مه ورکوئ، چې خپله د خوړو ډول وټاکي، په ضمن کې، که چېرې کوم ډول خواړه مو نه خوښېږي، نو له خپل ماشوم څخه یې مه درېغوئ .

۹ ـــ د مسؤولیت منل :

ماشومان وهڅوئ، چې خپل خواړه په خپله وخوري، حتا که چېرې دا کار د خوړو خوړلو د وخت د اوږدېدو او د ککړتیا سبب وګرځي . ماشومان باید زده کړي، چې د خوړو خوړلو پرمهال د مهرباني وکړئ او مننه کوم په څېر کلمو څخه ګټه واخلي . له هغه وخته چې ماشوم د آسانه او ساده کارونو د ترسره کولو وړتیا پیدا کوي، نو هغه ته د خوړو د مېز او دستر خوان په تنظیمولو او ټولولو او دغه راز د خوړو خوړلو په اړوندو چارو کې ونډه ورکړئ  .

۱۰ ـــ  د فکر او خیال آرامتیا او ډاډ منتیا :

د خوړو خوړلو وخت، د ټولې کورنۍ د غړو ترمنځ له یو بل سره د اړیکه نیولو له پاره یو ښه فرصت دی، په دې اساس د امکان تر بریده ټول له یو بل سره په ګډه خواړه وخورئ.