سه شنبه , 16 اپریل 2024

د ماشوم ژبه مو څه وخت بندېږي؟

لکنت د عین حرف «توري» سېلاب او کليمې تکرارول دي، د غږېدلو او خبرو کولو په حالت کې، د ژبې بندېدل هغه ناتوانې ده چې ماشوم د توري، سېلاب او کليمې د سم تکرارولو وړتیا و نه لري. د ژبې بندېدل د کليمې تر تکرار او لکنت سخت وي؛ نو دا تکلیف د خبرو کولو یو لوی عیب دی، دغه ناروغې نه یوازې د ماشومتوب دوران خرابوي، بلکې کولای شي چې د انسان برخلیک تباه کړي.

ډېر هغه کسان چې له دغه تکليفه ځورېږي، هغه هدف ته چې غواړي ور ورسېږي نه‌شې رسېدای.

مثلاً ډاکټري، کتاب‌داري او معلمي له هغو مسلکونو دي چې په دې ناروغې اخته کسان یې نه‌شې حاصلولای او دا ناروغي انسان ته ډېرې روحي ستونزې او فشارونه پيدا کوي. که څه هم دواړه حالتونه خطرناک دي، مګر د معالجې وړ دي.

تر نیمايي زیات هغه ماشومان چې د ژبې په لکنټ اخته دي، يا په بل عبارت توړيان دي، په څلور او پنځه کلنۍ کې په لومړي ځل له دې ستونزې سره مخ شوي دي.

دغه ناروغې عموماً روانې علت لري، نه جسمي. د ژبې لکنت د ټولنیز او هیجاني عدم توافق علامه ده چې له ډېرې وېرې، د حقارت له احساسه، د مور او پلار له خوا د دوی له ډېره نازه او د ماشومانو له زیاتې څارنې سرچینه اخلي او په ماشوم کې وده کوي.

کله هم د شدیدې ضربې خوړل د ژبې د لکنت سبب کېږي او په ځينو ماشومانو کې د ژبې لکنت له ځينو سختو ناروغیو وروسته پیدا کېږي، مګر د مور او پلار ناهوښيارې د ژبې د لکنت تر ټولو دردوونکی علت دی، ځينې والدین خپل دوه یا درې کلن ماشوم مجبوروي چې شعرونه حفظ کړي او د نورو په حضور کې یې په لوړ اواز ووايي.

طبیعي ده چې ماشوم د دې کار په کولو خجالت باسي او له امله يې ژبه بندېږي، تت پت شروع کوي، تېروتنې کوي او کليم تحریفوي، مګر له بده مرغه چې د دې تېروتنو په کولو سره سره ستایل کېږي چې د تحسین په حاصلېدو ماشوم بیا قصداً دغه کار کوي او کليمات تحریفوي.

سره له دې چې د ژبې لکنت په لومړیو کې ستونزه ښکاري، خو د زیاتې حوصلې لرونکې وضعې او رویې رول د دې تکلیف د درملنې لپاره د لومړنیو او اړینو مسایلو له ډلې څخه دی. د دغه کار لپاره لازمه ده چې ماشومانو ته ډېر ناز ور نه کړل شي. د هغوی خبرو ته زیات پام و نه ‌شي، د هغوی په تعریفونو او بیانونو کې مداخله و نه‌ شي، د وېرې او کمبودیو په لرې کولو کې ورسره مرسته وشي او دوی ته پر خپل ځان اعتماد حاصل شي. لنډه دا چې دغه ناروغي که علت ولري باید ډېر ژر یې په درملنه او علاج لاس پورې شي.

ښوونکيو او روزونکيو ته لازمه ده چې په دغه ډول ناروغي اخته زده‌کوونکيو ته پاملرنه وکړي، له هغوی څخه زیاتې پوښتنې وکړي او ترې و دې غواړي چې درس په ياد ووايي او باید چې نور زده‌کوونکي د خپل همصنفي خبرو او ځوابونو ته په شوق او حوصله غوږ ونيسي.

دغه ټول کوښښونه له ناروغ ماشوم سره مرسته کوي چې له ویلو پر وېره غلبه ومومي.

کاپي…