پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د متن سمون یا اېډېټ !

کاپي اېډېټېنګ یا د متن اېډېټ لپاره په انګلیسي ژبه کې لنډ شکل سي او اِي توري دي.

کاپي اېډېټېنګ یوه عملیه ده، چې په دې کې د متن اېډېټر یا سمونګر له خوا د متن درست والی، دقیقوالی، د متن روانوالی او د موضوع اړوند د مطالبو سمول او برابرول شامل دي.

په دې عملیه کې د رسنیو او ادبیاتو ماهرین ځان په دې ډاډه کوي، چې راټول شوو خامو موادو کې غلطي پاتې نه شي، تېروتنې اصلاح کېږي، شفاف، دقیق او روغ معلومات چمتو کېږي.

په کاپي اېډېټېنګ کې ټول هغه خام مواد وړاندې کېږي، چې له پرېنټ وړاندې چمتو شوي وي او له سمون وروسته بیا چاپېږي.

له دې وروسته د متن بیا لوستلو ته پروف ریډینګ وایي او له دې وروسته بیا وروستی قدم په مقاله غور کول دي. د امریکا متحده ایالاتو او کاناډا په رسنیو کې هغه کسان چې متن په محتوایي او متني لحاظ اېډېټ کوي، هغه ته کاپي اېډېټر وایي. د اېډېټرانو ځانګړې ډله وي، لکه مشراېډېټر، د خبري برخې اېډېټر، د ادبي برخو اېډېټر، د طنزیه برخو اېډېټر، سب اېډېټر او نور نومونه ورته کارول کېږي.

برتانیا کې بیا د اېډېټرانو یا سمونګرانو ډلې ته ټرم اېډېټرز وایي. په انټرنېټي وېب سایټونو کې هم ورته عملیه اجرا کېږي، لکه څنګه چې پرېنټ یا چاپي برخه کې ترسره کېږي.

د متن اېډېټ یا تصحیح درې برخې لري:

۱: لایټ یا سرسري اېډېټ: سرسري اېډېټ نه مطلب یواځې د متني تېروتنو سمون دی.

۲: منځنی اېډېټ: دې کې بیا لیک نښې او متني غلطي دواړه په نښه کېږي.

۳: ژور اېډېټ: دې کې بیا هم متن، هم لیک نښې ، د جملو تسلسل، د پراګرافونو اړیکې، نومونه، القاب، رتبې او منځپانګه ټول پکې شامل دي.

د متن د لاسي اېډېټ سربېره ماشیني اېډېټ هم شته، چې په هغې کې هم د ورځپاڼې او مجلې د ډیزاین او رنګ سربېره نورې برخې هم اېډېټ کېږي او په چټک ډول اېډېټ کوي.

په ماشیني یا کمپیوټري اېډېټ کې د متن سپېل یا هجا، د نښو اېښودنه، د ګرامري سمبولونو سمول، چارټونه، کاریکاتور، انځورونه، سورخي، د کَورپېج  یا لومړۍ پاڼې ټاکنه او ډیزاین، اعلان او نورې ټولې مهمې برخې د ماشین یا کمپیوټر په وسیله ترسره کېږي.

ژباړه سمیع الله درانی