پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د مخ د دانو د ورکیدو اسانه طريقه!

هر انسا د ښکلا خوښونکي دي او کوښښ کوي چه مخ يي ښکلی تازه او دعيب څخه خلاص وي خو ځيني سببونه سته چه د مخ طبعي شکل بدرنګه کوي او دانسا تشويش او خفګان سبب کيداشي .

دانسان دمخ داني مختلف سببونه لري لکه ميکروبو نه, باکتراوي ,مړي او دکاره لويدلي حجري, هرمونيک تغيرات, دواګاني او مختلف نورسببونه هم شتون لري چه دمخ ددانو سبب کیداشی .

دمخ د دانو د ورکیددو څو طريقي شته. دهغوی څخه یوه اسانه طریقه واضح کوم . د کيلي پوستکي دي چه مختلف ګټور مواد لري لکه د A ويټامين, د B ويټامين, د C ويټامين, اوسپنه , جست , منګانيزم , او مختلف نور ګټور مواد اوانزايمونه (تيزابونه)لري چه دمخ زهري مواد په حنثي کيدو اود ميکروبو له منځه وړلو کي مهم رول لري .

طريقه يي :

1 مخ په يخو اوبو ښه پرمينځي بيا یی په نرم دستمال وچ کړي

  1. کیله راوخلی پوست یی کړي کیله یی وخوری د کيلي پوستکي پر مخ د لس دقيقو لپاره ومښي او که چيري دکيلي پوستکي رنګ تور او تغير يي وکړي نوي بل تازه دکيلي پوستکي استعمال کړي

3 وروسته شل دقيقي انتظار ورته وکړي ځکه دکيلي د پوستکي د مواد د جذب لپاره شل دقيقو ته ضرورت دي له دی خاطره دپوستکي تر استعمال وروسته شل دقيقي انتظار اوسي ترشل دقيقو وروسته مخ په نرمو اوبو پريمنځي

4 د کيلي پوستکي په پورته شکل د ورځي دري يا څلور ځله استعمال کړي نتجه يي په څلور ورځي کي پرمخ معلوميږي.