د مدیریت او رهبرۍ ترمنځ توپیرونه‎

ژباړه: نصیر احمد مصلح

د تهران پوهنتون د مدیریت پوهنځي یو تن استاد، ښاغلی سید حمید رضا عظیمي د مدیریت او رهبرۍ ترمنځ د توپیرونو په برخه کې څو مهمو نقطو ته اشاره کړې او په ټوله کې یې د مدیریت او رهبرۍ ترمنځ پینځه اړین توپیرونه په گوته کړي دي.

استاد عظیمي وایي:

دا یوه ننگونه ده چې تل يې شتون درلودلی، چې ایا مدیریت او رهبري سره توپیر لري، او یا باید په یوه گوني ډول د دوی سره چلند وشي؟

ځینې دا دواړه مفهومونه سره یو ډول بولي. په داسې حال چې د دوی مفهوم او دندې سره یو شان ندي، او یو  له بل سره پینځه اړین توپیرونه لري چې په لاندې ډول دي:

۱- رهبري د مدیریت په پرتله یو لوی مفهوم لري. د مدیریت کلمه د سازمان په سلسله مراتبو، رسمي واکونو او راپور ورکونې او اخیستنې د پروسې په روڼوالي پورې اړه لري. نو په همدې اساس یوازې د سازمان په چوکاټ کې د مدیریت کلمه د تفسیر وړ ده. اما رهبري  له مدیریت څخه پراخ مفهوم لري او د سازمان په چوکاټ پورې تړلې نه وي.

ځکه چې امکان لري یو کس د سازمان په ټیټه کچه کې دنده ترسره کوي اما د سازمان څخه بهر شاید هغه په لویو کچو او چارو  باندې نفوذ ولري، هغه نفوذ چې وکولی شي د هغوی په کړنو باندې اغیز شیندي. نو بیا هغه وخت دا کس یو رهبر بلل کېږي.

۲- په رهبرۍ کې پالونکي او پیرو ته د منلو او قبلولو ډول مطرح دی، خو په مدیریت کې بیا حتمي نه ده.

۳- په مدیریت کې موخې خامخا د ادراې موخې دي، په داسې حال کې چې په رهبرۍ کې شونې ده د ادارې له موخو ور ها خوا نورې موخې هم مطرح وي.

۴- نفوذ، دستورونه  او فرمانونه د د مدیریت په پرتله په رهبرۍ کې زیات دوام کوي او قایم وي.

۵- په مدیریت کې زیاتره ادارې قدرت له  لوړې کچې څخه ټیټې کچې ته د استفادې وړ وي. اما په رهبرۍ کې د پلویانو منل مطرح دی او قدرت د ټیټې کچې څخه لوړې کچې ته د استفادې وړ دی.

د پاسنیو مواردو په نظر کې نیولو سره. باید ووایو چې هغه څه چې رهبري  له مدیریت څخه بیلوي، مفهوم او ذهني حالات دي. کنه پرته  له دې څخه ، د یو لړ مشخصو موخو په وسیله  د کارونې په برخه کې هماغه د سازمان د اهدافو لاسته راوړل دي ، نور څه توپیر نه لري.