پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د مرګ پاټک

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان
يو سړی له خپلې مېرمنې او بچيانو سره په اوږده سفر ووت. په لارې کې يوه کس لاس ورکړ. دوی موټر ور ته ودراوه او پوښتنه يې ترې وکړه چې ته څوک يې؟
هغه ځواب ورکړ: زه مال يم.
سړي له خپلې ښځې او بچيانو وپوښتل چې له ځان سره يې را وخيژوو؟
هغوی ټولو په يوه غږ ځواب ورکړ: هو. ځکه چې د ده له برکته چې هر کار وغواړو کولی يې شو، او چې هر شی وغواړو اخيستلی يې شو.
هماغه وو چې مال يې له ځان سره موټر ته راوخيژاوو.
موټر روان ؤ چې يوه بل سړي لاس ورکړ. سړي موټر ور ته تم کړ او ترې ويې پوښتل چې څوک يې؟
هغه ځواب ورکړ: زه منصب يم.
سړي له مېرمنې او بچيانو پوښتنه وکړه چې دا له ځان سره را وخيژوو؟
هغوی ور غبرګه کړه: ولې نه! ځکه چې د ده له برکته چې هر کار وغواړو کولی يې شو، او چې هر شی وغواړو تر لاسه کولی يې شو.
منصب يې هم له ځان سره وخيژاوو او خپل سفر ته يې ادامه ورکړه. په لارې کې يې په همدې توګه شهوت، شهرت او نور کسان هم له ځان سره راوخيژول.
منزل ته لږه لاره پاتې وه چې يو بل سړی يې وليد. موټر يې ور ته ودراوه او ترې ويې وپوښتل چې ته څوک يې؟
هغه ځواب ورکړ: زه دين يم.
سړي ترې وپوښتل: څه غواړې؟
هغه ور ته وويل: ما له ځان سره بوځئ.

سړي چې شا ته وکتل چې له ښځې او ماشومانو پوښتنه وکړي، راختلي مېلمانه په خپلو منځو کې سره وبنګېدل او داسې يې وښودله چې که دا بل سړی راخيژوي، نو دوی بېرته کوزيږي.
ښځې او بچيانو چې دا صحنه وليده، غږ يې پرې وکړ چې که دا راوخيژوې دا نور مېلمانه (مال، منصب، شهوت، شهرت او…) را نه خفه کېږي. بس تېرېږه ترې، يا به کوم بل چا سره راشي او يا دې دلته ودريږي، چې دا ميلمانه مو ورسول، بېرته به پسې راوګرځو.
سړي هم ور سره ومنله او موټر يې روان کړ. دين له موټر پسې ډېرې منډې ووهلې مګر دوی موټر ور ته و نه دراوه. چې لږ مخکې لاړل، له يوه پاټک سره مخ شول. د پاټک تر څنګ يو سرتېری ولاړ ؤ. سړي ته يې وويل ته راکوز شه او موټر دې پرېږده.
بيا يې يوې ژورې او تياره کندې ته لاس ونيو او ور ته يې وويل: ښځې او بچيانو ته دې اجازه ده، مګر ته به په دې لارې ځې. له تا سره په دې لارې له دين نه پرته بل هېڅوک نه شي تلی، که هغه دې له ځان سره راخيژولی وي، ور ته غږ کړه که نه يوازې ځه!
سړي وويل: دين خو شا ته را نه پاتې شو، اجازه راکړه چې بېرته پسې ور وګرځم.
سرتيري ور ته وويل: ويښ شه! ته د مرګ په پاټک کې ولاړ يې! له دې نه بېرته ګرځېدل نه شته!
له دې سره يې سړی کندې ته ټېل واهه، او ښځې او بچيانو يې له نورو ملګرو سره خپل سفر ته ادامه ورکړه!
درس:
نن دی که سبا دی، مونږ ټول د مرګ له هغه پاټک سره مخ کېږو چې بېرته راستنېدل ترې نه شته. نو راځئ، همدا نن له دين سره ملګرتيا جوړه کړو چې په هغې کنډې کپرې لارې کې مو ملتيا وکړي!