د مطالعې لپاره، سم فرصت

لیکوال :عبدالرقیب سایل

مطالعه کول اسانه دي، خو که ځینې لارې چارې یې په پام کې ونیول شي. ښايي تاسې به ډير اورېدلي وي؛ هغه وګړي چې ډیره مطالعه نه لري، هر وخت په دې اندېښنه کې وي، چې څنګه سمه مطالعه وکړي؟

زموږ ترمنځ ځینې ځوانان بیا مطالعې ته د کمې حوصلې لرلو شکایت لري. دغه ډله خلک، چې ذهناً او فکراً مصروف دی، نو څنګه به وکولی شي، چې ډير وخت یوازې له یو څو ورقو/ کتاب سره تیر کړي؟

ستونزمنه ده، چې یو څوک دې په اول ځل زیات فعالیت ترسره کړي، نو مطالعه هم همداسې ده؛ وخت ته ضرورت لري. ترڅو پورې چې انسان پرې روږدی شوی نه وي، نو تر هغې باید هر څوک هڅه وکړي، چې له ابتدا نه مطالعه پیل کړي او بلاخره انتها ته ورسیږي.

د مطالعې پر عادت که خبره وکړو. باید ووایم، چې په اصل کې له انساني عادتونو څخه یو عادت مطالعه هم دی ځکه مطالعه انسان پوهولی شي، د ژوند پر رازونو یې خبروي او د فکر لوړونې سبب ګرځي. دا ټول هغه څه دي، چې له مخې یې انسان ته سکون رسیدلی شي او ذهني قوه یې هم ورسره زیاتيږي. وایي چې عادات روږدي کېدل دي. ددې لپاره، چې هر څوک د پراخې مطالعې څښتن وه اوسي، نو باید پر مطالعې ځانونه معتاد کړي او تل خپل اضافې وخت له کتابونو سره تیر کړي.

دا یو جالب بحث دی. په انسانانو کې د مطالعې کولو په ضعف او ښو ټکو ډيرې خبرې کېدلی شي ځکه دا یو اړخیز بحث نه دی؛ که یې پر څنګه مطالعه خبره کوو، جلا بحث لري او که په لارو چارو یې بحث کو، نو بیا هم یو بېل بحث مخته ته راځي مګر موږ به دلته د مطالعې په سم فرصت خبرې وکړو.

اوس مهال یو بوخت وخت دی. هر څوک په یو نا یو ډول بوخت دي. له ورځني کار سربیره اوس انسانان په انلاین برخه کې/ په ټولنیزو رسنیو کې ډير زیات مصروف شوي، نو په داسې یو وخت کې څنګه وګړي سمه مطالعه ولري؟

که فکر وشي؛ په ژوند کې د هر څه کولو لپاره، یو ـ یو مهالوېش په نظر کې نیول په کار دي. دا مهالوېش باید په داسې ډول ترتیب کړل شوی وي، چې په هغه کې ضرور د مطالعې لپاره، ځانګړی وخت موجود وي.  زموږ ترمنځ د ډیرو خلکو د کارونو ترسره کولو لپاره، پلان نشته او د مطالعې لپاره خو بیا بېله خبره ده!

که ګوندې تاسې بریالي وګړي وپوښتئ. د هغوی د بریالیتوب راز به په ډيره مطالعه کولو کې نغښتی وي. دا ډله خلک هر څومره، چې مصروف وي نو د خپل مصروفیت سره ـ سره اکثره یې ډيره مطالعه هم لري. دوی ته مطالعه کار او ستړیا نه ښکاري، بلکې دوی ته مطالعه یو ډول ذهني تفریح غوندې ده.

تاسې د ځان لپاره، موخه ولرئ، چې په اونۍ کې به څومره مطالعه وکړائ.تاسې که هرڅومره توان لرئ، نو هماغومره اټکل وګړئ او د خپل اټکل لپاره، زیاته هم پیل کړئ. که فرضاً تاسې په اوله اونۍ کې خپله ټارګېټ (موخې) ته ونه رسیدی نو نا هېلي کېږی مه؛ تاسو به بیا ـ بیا هڅه کوئ، ترڅو په بله اونۍ کې  خپله هدف ته ورسیږئ.

بله مهمه خبره د سمې مطالعې ده. تاسې باید د زیات هدف لاسته راوړلو په هڅه کې ونه اوسوئ. ددې  لپاره مو خپله پاملرنه د کتاب سم لوستلو خواته واړوئ، ترڅو تاسې سم وپوهیږئ. په دې سره به د مطالعې په خوند هم وپوهیدلی شئ.

که د کار پر مهال روحاً نا آرام وئ، نو کاري میز ته مو شا کړئ او کتاب پرانیزئ. تاسې به سمدستي د آرامۍ احساس وکړئ، خو هغه وخت چې تاسې په زیاتې مطالعې روږدي شوي وی. له دې کار سره به تاسې په خپلو ورځنیو کارونو کې هېڅ بې کاره وخت پیدا نه کړئ او له وخته به مو هم پوره استفاده کړې وي.

د مطالعې سم فرصت په باب به هغه وخت ښه پوه شئ، چې خپله کتاب لوستل پیل کړی. وروسته به بیا خپله د مطالعې سم فرصت په لټه کې یاست. له هر څه وړاندې که تاسې همدا اوس کتاب را واخلئ، نو ډير ژر ده، چې په ځان کې به لوی بدلون وګوری.