چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د معدې د مکروب نښې زیانونه او درملنه

د معدې د ناروغیو یوه ستره برخه د ایچ پایلوري پواسطه د معدې مکروبي کیدل دي. نوموړی مکروب د ککړو خوړو په زریعه له بهرني محیط څخه ځان د هاضمپ کانال ته رسوياو د معدې یا د کوچنیو کولمو په اوله برخه کې ځای پرځای کیږي چې کله د سالم انسان معده پر دغه مکروب ککړه شي نو لاندې علایم زیږوي.

‎د ایچ پایلوري نښې

__________________

‎1-د وزن له لاسه ورکول

‎2-د اشتها کموالی

‎3-د اوږو او د ملا د عضلاتو درد

‎4-د معدې سوځنده حالت

‎5-د لاسونه د بندونو درد

‎6- د خیټې د بادونو ‌‌‌‌‌‌ډیروالی

‎7-د وینې کموالی

‎9- قبضیت

‎10- په خیټه کې د ګُړ ګُړ اوازونه

‎11-د خیټې دوامداره بادونه او پړسوب

‎12-په ځینی حالاتو کې ترخې او تُرشې اوبه تر خولې راپورته کیږي.

‎13-د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو رنګ توره بڼه او بد بوی ځانته غوره کوي.

‎14-د خیټې خفیف دردونه چې معمولا د ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ له خوراک وروسته پیلیږي.

‎15-په ځینو ناروغانو کې د اوږدمحال اسهال سبب ګرځي.

 

د_ایچ_پایلورې_زیانونه:

____________________

‎ښایي تعجب به وکړئ چې د ایچ پایلوري مکروب به دومره وژونکي او مدهش زیانونه وي،مګر هغه انسانان ددغو زیانونو نه په امان پاتې کیږي چې خپله حفظ الصحه سمه رعایت کوي او ددغه مکروب د له منځه وړلو لپاره د درملو ترڅنګ مخصوص پرهیز هم کوي. زیانونه یې په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دي

1-peptide ulcer د معدې د دیوال شړیدل

2- chronic gastritis د معدې اوږمحاله التهاب

3-Maldigestion د هضمیت فقدان

4-Gastric Adenocarcinoma د معدې خبیث سرطان

5-gastric maltoma د معدې په دیوالونو کې د شحمیاتو ځای پر ځای کیدل

6-esophageal cancer د مرۍ سرطان

7-diopathic thrombocytopenic purpura د صفحات دمویه کمبود.

8- GERD له معدې مرۍ ته په خپل سر د خوړو پورته کیدل

‎څنګه_یې_درملنه_وکړو؟

_______

‎د ایچ پایلوري درملنه آسانه ده نن سبا له لسو نه تر پنځه لس ورځو موده په بر کې نیسي پدې دوران کې د PPI د کورنۍ له درملو او د انتی بیوتیکو درمل خوړل کیږي د یادې مودې په اندازه مخصوص پرهیز هم آړین ده.