پنجشنبه , 18 اپریل 2024

د ملا رسول ډله: ایران دې په سوریه کې د افغانانو جنګول بس کړي

د ملا رسول په مشرۍ له طالبانو جلا شوې ډلې له نړیوالې ټولنې او اسلامي کنفرانس څخه غوښتي، چې د ايران له خوا د عراق او سوريې جګړو ته د افغانانو د لېږلو مخه ونيسي. د يادې ډلې له خوا رسنیو ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ايران دغه کار غندي او وایي، ايران غير اسلامي او غيرانساني بشرضد عمل کوي. د طالبانو يادې ډلې پر نړيوالې ټولنې او د اسلامي هېوادونو سازمان پر اسلامي کنفرانس غږ کړى چې د ايران د دغه ناوړه عمل مخه ونيسى. د ملا رسول ډلې ويلي، د ايران حکومت د افغانستان په مختلفو ولايتونو او کابل کې د جلب او جذب مرکزونه جوړ کړي او د فاطميون ډلې ترچتر لاندې يې لومړى ايران ته استوي او له هغه ځايه يې وروسته بيا سوريې، عراق او نورو هېوادونو ته د جنګ لپاره لېږي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، ګن شمېر افغانان په دغو هېوادونو کې وژل شوي، خو تر اوسه يې د قبرونو په اړه چاته معلومات نشته.