د مور د شیدو د ډېرښت له پاره شپږ طبیعي لارې چارې

ژباړه : عطا محمد میاخېل

د نوي زېږېدلي ماشوم له پاره تر یوه کاله پورې د مور شیدې تر ټولو غوره تغذیه ده، خو داسې وختونه هم راځي، چې د مورشیدې د ماشوم د بشپړې تغذیې له پاره بسنه نه کوي، په داسې حالاتو کې د مور د شیدو د ډېرښت له پاره ځینې لارې چارې شتون لري، چې لاندې پرې رڼا اچوو .

د دې له پاره هره هڅه مو چې ماشوم د مور له شیدو څخه تغذیه وکړي، ارزښتمنه ده، ځکه چې د مور شیدې تر ټولو غوره خوړنیزه سر چینه ده، چې تاسو کولای شئ د خپل ماشوم د ژوند د لومړي کال په اوږدو کې یې ورکړئ .

د مور شیدې د ماشوم ټولې تغذیوي اړتیاوې ور پوره کوي او د میکروبونو په وړاندې دفاعیه ځواک وړاندې کوي او دغه راز له ماشوم څخه د ستروالي پرمهال د مسمومیت، چاغښت او حساسیت په وړاندې ساتنه کوي.

هغه میندې چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي، د ژوند په راتلونکو پړاوونو کې د سینې او تخمدان په سرطان نه اخته کېږي، خو ځینې ښځې د خپلو شیدو د زېرمې د کچې په اړه له ستونزو سره لاس و ګرېوان دي .

د دې ستونزو تر ټولو عمده لامل د بشپړو خوړنیزو توکو نه شتون، د مایعاتو مصرف، ستړیا، لوړ رواني فشار، د ماشوم ډېره کمه تغذیه او یا د تغذیه کېدو لنډ مهال دی .

۱ ـــ د التهاب ضد یو بشپړ او سالم خوړنیز رژیم ( په ورځ کې شاوخوا ۲۵۰۰ کالوري )

۲ ـــ د ډېرو اوبو څکل . که چېرې تاسو د اوبو له کمښت سره مخ یاستئ، نو ستاسو بدن نه شي کولای، چې شیدې تولید کړي .

۳ ـــ د شپې له خوا ګټور او اغېزمن خوب، په هره کچه چې کولای شئ او یا د ورځې له مخې هغه مهال چرت وهل، چې ماشوم ویده وي .

۴ ـــ له کورنۍ او دوستانو څخه د کورنۍ دندو په ترسره کېدو د مرستې غوښتنه .

۵ ـــ تر ډېره د ماشوم تغذیه د مور په شیدو سره، که چېرې ماشوم زیات او د اوږدې مودې له پاره د مور تی وروي، نو د مور د شیدو د ډېرښت سبب ګرځي .

۶ ـــ د رواني فشار د راکمېدو تخنیکونه په منظم ډول تمرین کړئ، لکه : ژوره ساه ایستنه .