پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د مټر په کوچنۍ دانو کې بې شمېره روغتیايي ګټې

مټر د نړۍ یوه مشهوره سبزي ده او د «پاور فوډ» په نامه هم پیژندل کیږي چې په غوښه، قیمه، الو، کارن سوپ او داسې نورو ډیرو خوړو کې ګډیږي چې ځانګړی خوند لري.

مټر د بې شمېره ګټو څخه برخمن خواړه دي، په دې کې بېلا بېل غذايي مواد موندل کیږي، او د روغتیا او بدن ته د انرژي ورکولو لپاره بې اندازې زیات اړین دي، په دې کې وسپنه، پروټین، ویټامن A، H، B، A او C شامل دي.

د یوې څیړنې له مخې مټر ۲۳ سلنه پروټین، ۵۰ سلنه کاربوهائیډریټس او ویټامن بي خورا ستره کچه لري، د یخ مزاجه کسانو عضلات او اعصاب پیاوړولو کې مرسته کوي.

د مټر ځینې ګټې په لاندې ډول دي:

وینه زیاتوي

د مټر تر ټولو ستر ګټه هغو ناروغانو ته ده چې د وینې کموالي سره مخ کیږي، د روغتیا پوهانو د وینا سره سم د وینې په زیاتوالي کې مټر د هر ډوله درملو څخه غوره خواړه دي، دغه ډول د وینې زیاتوالي سربېره پاکه وینه هم پيدا کوي او د کمزوري بدن لپاره تر ټولو غوره خواړه ګڼل کیږي.

کولیسترول کموي

په مټر خوړلو سره د انسان په بدن کې د غوړو او بد کولیسترولو کچه کمیږي (بدن دوه ډوله کولیسترول لري، ښه او بد چې ښه یې بدن ته اړتیا او بد یې زیان رسوي)، په یوه پیاله مټرو کې ۱۰۰ کالوریز دي، همدا ډول پروټین او فایبر هم په پراخه کچه لري، ددې په استعمال سره وزن په نورمال حالت کې پاتې کیږي.

د معدې سرطان څخه مو ژغوري

په مټرو کې د «کومیسټرول» په نوم یوه غذایي ماده شتون لري چې د روغتیا لپاره ګټور دی، څیړونکي وایي که بدن ته تر دوه ملي ګرامو کومیسټرول ورسیږي نو تر ډیرې اندازې د معدې سرطان مخه نیولای شي، او د مټر په یوه پیاله اندازه کې ۱۰ ملي ګرامه کومیسټرول موندل کیږي.

الزائمر ناروغۍ څخه مو ژغوري

الزائمر د هیریدو یا د عقل زوال ناروغۍ ته ویل کیږي، په مټرو کې د اومیګا ۳، فیټي ایسډز، ویټامن سي او ویټامن ای په پراخه کچه موندل کیږي چې د الزائمر په څېر د ګواښونکې ناروغۍ مخه نیولای شي.

شکر لپاره ګټور دي

وړاندې مو وویل چې په مټر کې پروټین او فایبر په پراخه کچه موندل کیږي، کله چې پروټین او فایبر بدن ته ننوځي نو دغه مهال خوږه/شکر وینې ته په اسانۍ نه پریږدي، په مټرو کې انفلیمیټري ضد (سوزش له منځه وړلو) سربېره د اکسایډ ضد ماده هم ده، چې له کبله یې د شکر ناورغ لپاره غوره خواړه ګڼل کیږي.

هډونکي پیاوړي کوي

یوه پياله اندازه مټر خوړلو سره هره ورځ د ویټامن «K» ۴۴ سلنه اړتیا پوره کیږي، «K» هغه ویټامن دي چې په هډوکو کې د کلسیم اړتیا پوره کوي، لکه څرنګه چې د هډوکو پیاوړولو لپاره کلسیم او ویټامن ډي اړین وي دغه ډول ویټامن K هم د هډوکو پياوړولو لپاره غوره ګڼل کیږي چې په مټرو کې په پراخه کچه موندل کیږي.

د پوستکي ناروغۍ له منځه وړي

مټر د خوړلو ترڅنګ په پوستکي لګولو لپاره هم استعمالیږي چې ډيرې ګټې لري، مټر وچ کړئ بیا یې وټکوئ چې د وړو په شکل میده شي، بیا یې په مخ یا د پوستکي بل ځای داغونو باندې ووهئ.

دغه ډول د سوزیدلو لپاره هم استعمالیږي، د مټرو څخه جوړ شوي وړه په سوزیدلي ځای ووهئ، د مخ پاکوالي او ښکلا لپاره هم استعمالیږي، د مټرو دانې او د مالټې پوستکی په شیدو کې ګډ کړئ او له دې څخه د وړو په شکل کریم جوړ کړئ او په مخ یې ووهئ.