د مڼې سرکه؛ د روغتيا سرچينه

ډېری خلک د خوړو پر مهال له سپينې سرکې ګټه پورته کوي، خو د خوړو پوهان څرګندوي، چې د سپينې سرکې په څېر د مڼې سرکه هم ګڼې روغتيايي ګټې لري.

د کوليسټرول يا د وينې د غوړو کمول، د غاښونو ځلا، د خولې د بدبويۍ له منځه وړل او د ويښتانو د تويېدا مخنيوی هغه څه دي، چې د مڼې د سرکې خوراک په کې مرسته کوي او پر دې سربېره ګڼې نورې ګټې هم لري.

د خوړو د پوهانو په اند د مڼې سرکه کې شته ځانګړتياوې ښيي، چې دا سرکه د دوهم ډول شکرې ناروغانو ته هم ګټه لري.

د پوهانو په وينا خوړو کې د دې سرکې کاروونکي کسان له اضافي وزن څخه خوندي وي، ځکه په سرکه کې شته ځانګړي توکي د کوليسټرول اندازه ثابته ساتي او د وزن د ډېرېدا مخنيوی کوي.

هغوی زياتوي چې د مېتابولېزم په پياوړي کولو سره د مڼې سرکه د انسان بدن کې د شکرې اندازه هم کنټرولوي.

مېرمنو لپاره د دې سرکې د ګټو په اړه ويل شوي، چې د سړو پر نسبت هغوی ته ډېره ګټه لري او پرله‌پسې توګه کارول يې د مېرمنې په بچي دانه (رحم) کې د پيدا کېدونکو ناروغيو مخه نيسي او هغه مکروبونه له منځه وړي، چې د پيچيده ناروغيو لامل کېږي.

د پوهانو له وينا سره سم دې سرکه کې موجود توکي د بدن کمزوري او سستي هم لرې کوي، خو لوستونکو ته ټينګار کېږي، چې دا مطلب يوازې د عامو معلوماتو لپاره دی او که څوک يې عملي کول غواړي، نو په دې اړه دې له خپل ډاکټر سره هرو مرو مشوره وکړي.

نصرت ننګیال