د نا ممکن کلمه د خپلو لغاتونو له قاموس څخه وباسئ

راټولونه: نورالله زهير

*د نا ممکن کلمه د خپلو لغاتونو له قاموس څخه وباسئ نا ممکن يوه ورانوونکې کلمه ده. د ناممکن والي فکر په ځنځيري ډول د خپل تائيد لپاره منفي افکار زېږوي.

*تيري ناکامۍ د راتـلونکو ناکاميو پـه  راتلو دلالت نه کوي.

*بدلون د ژوند اساسي واقعيت دی.

*په دې مه زورېږه چي لوړ مقام ته نه يې رسېدلی په دې وزورېږه چي ولي دي د لوړ مقام لياقت نه دی پيدا کړی.

*محدود  هدفونـه  ژونـد محـدودوي.

*څوک چي د خځلوپه ټولولو شرميږي هغه دي د اور په لګولو هم وشرميږي.

*د کار پيل د هغه د پای زېری درکوي.

*بدمرغي له هغه کړکۍ راننوزي چي پرانيستې مو پرې ايښې ده.

*ناشوني غوښتني موږ د ژوند له واقعيتونو ليري کوي.

*څه شی چي په لاس نشې راوړلای ارمان ئې مه کوه.

*څوک چي د چانس په هيله ژوند کوي څو کاله مخکي مړ دی.

*د بشر ټول اعمال د ده د فکرونو او باورونو پايـلـه ده.

*زموږ تر ټولو لوی وياړ دا نه دی چي ونه ښوئيږو بلکي دا دی چي له هغو ښوئيدو نه وروسته پرپښو دريږو.

*له ياده مه باسه  چي ژوند په تکراري ډول د يوه لباس اغوستل نه دي.

*يوازي حقيقت کولای شي چي تاسو ته ريښتنی شهرت دروبخښي.

*ژوند يعني له هيڅ څه پيل کول او  ډېرڅه ته ځان رسول.

*نهيلي د ګور پر لور لومړی ګام دی.

*بدلون د ژوند تر ټولو مهم او ثابـت اصل دی.

*هدف ته د رسېدو لپاره لومړی ګام د هدف درلودل دي.

*کله چي بدلون ودريږي ژوند هم دريږي.

*زموږ ژوند زموږ له فکرونو جوړ دی.

*په لويو فکرونو کي فکر وکړه اما له وړو خوښيو خوند واخله.

*ډاډه اوسئ له هر ماښام وروسته سهار  راځي.

*تاسو همغه ياست چي کېدل ئې غواړئ.

*انسان د خپلي ژبي تر شا پټ دی.

اخذ:

د بريا ارواپوهنه د مصطفی صفا تاليف اړ ژباړه