د نس درد او د نوم وتل

لیکوال : ډاکټر سباوون

خبردا ده چې اول مې نوم يا نو وينې كېده داسې چې لاس به مې پرې وواهه كله كله به نم ترې لاړ يا به څو ورځې وروسته زوې ياوينه ترې وتلې وه پسې خښه به وه  او چې لاس به مې پرې وواهه ترې وبه وتله هغه وخت پخپله جوړ شو .

دوبى چې له مسافرۍ راغلم كورته او بېرته ستون شوم يوه ورځ مې نو خارش وكړ چې لاس مې پرې ووهه غوټه شوې وينه چې وېښتان هم پكې ګډ وو ترې لرې شول له هغه وروسته دا حال روان وو فكر مې كاوه روغ به شي خو له ورځې بلې هغې ته زياتېده اشتها مې كمېدله ډوډى مې لږ خوړله او خوب كې ناراحت وم يوه پياله چاى به مې چې وڅښه نس به مې ډېر ناراحت وو مزل به مې نه شو كولى او قبض به هم وم بدن لكه سينه ،تشي اونس به مې هم خارش کاوه

وروسته اندېښمن شوم چې بله ناروغي نه شي ډاكټر ته ورغلم هغه ويل نو دې وتلى او د اپنډيسي خطر هم شته ځكه د مثانې پاس ښى او كيڼ اړخ به مې هم خوګېده دارو يې راكړه په دويم ځل درو خوړلو سره روغ شوم اوس ښه يم خو اشتها مې بيا كمه شوې ده او نو يا نوم مې هم وځي لږ چټك مزل چې وکړم نوم مې وځي  او ارګیمي یا ټیغ هم باسلی نه شم او کله کله قبض هم یم هیله ده په دې اړه مفصل ځواب راړئ په درنښت ستاسو ورور خیبر

ځواب:

قدرمنه داسې ښکاري چې څومسلې یوځاي شوي او تاسو ځوروي زه به هڅه وکړم په هریو خبرې وکړم او داسې ځواب درکړم چې ستاسو قناعت حاصل شي او دخپلې ناروغۍ په  وجه پوه شئ.

لومړی خو به دا ووایم چې تل دنوم یا نو چرک یاعفونت په دې معني نه دی چې ستاسو دنس په داخل کې کو مه ستونزه وي اویا ستاسو په وینا اپندیسایټس ولرئ دمثال په توګه  ښايي ډیرکسان دا فکروکړي چې کولمې مې سورۍ شوي نو دغه چرک له هغه ځایه بهر ته وځي البته دنوم فتق یا چورګي هم شته چې نور ې نښې لري  خو زما په نظر دنوم دچرک یو ا صلي علت  دنوم په برخه کې دمیکروبونو او فنګسونو ټولیدل دي  دځینو کسانو دنوم سوری ډیر ژور وي  کله چې حمام کوي هلته ا وبه ټولیږي  اوپه دې سیمه کې له نورو میکروبونو سره فنګسونه هم یو ځاي کیږي اوپه نیتجه کې چرک کوي چې ښايي دزوې او وینې په توګه له نومه بهرشي   که دغه ستونزه وي  غوره ده له حمام کولو وروسته نوم ښه وچ شي او پاک وساتل شي  .

تاسو هم کله چې ډاکټر ته ورغلي یاست ښايي انتي بیوټیک ېې درکړي وي ځکه خو ورسره ښه شوي یاست دا چې ډاکټر ویلي چې  ممکنه ده اپندیسایټس  شئ زه نه پوهیږم چې په کوم اساس ېې دغه خبره کړې ده  ځکه چې دنوم چرک له اپندیسایتس سره کوم تړاو نه لري .اوبله دا چې اپنډیکس که التهابي شي سخت درد کوي چې دزغملو نه وي .

دنوم د برخې دچرک اصلي ستونزه داسې وي چې کله نوم التهابي شي نو میکروبونه هم هلته وده کوي او بیا  دغه التهاب کله  دپوستکي ښکتنۍ برخې ته هم غځیداي شي اوپه دې ډول دآپسې او  چرک سبب کیږي  نو یو علت ېې ددې برخې پاکۍ ته نه پام دی او  بله دا چې چاغي هم په دې برخه کې  رول لري  او کله په چاغو کسانو دنوم برخه التهابي کیږي او بیا نور میکربونه هم و رسره یو ځاي کیږي  او په دې ډول دغه ستونزه کیداي شي ډیره جدي هم شي کله چې په یوځاي کې میکروب پيدا شي طبعاً بې اشتهايي یاو دهغې برخې دردونه هم ورسره وي .

نو یوازینۍ درملنه ېې ددې  برخې پاکۍ ته تو جه ده او که  له دې سره سره بیا هم ستونزه لرئ غوره ده یو جراح ته ورشئ او دهغه له مشورو سره سم  عمل وکړئ.

البته کله چې په یوې برخې کې میکروب موجود  وي طبعاً ورسره اشتها هم کمیږي او سړی بې وسه اوستړی ښکاري .

تاسو په خپلې پوښتنې کې  دنوم دوتلو مسلې هم اشاره وکړه دغه مسله یوازې په ختیځو ټولنو کې دود ده او په لودیځ کې کله چې کوم کس دغسې ستونزه ولري نو  اصلي علت پسې ېې ګرځي  اوفکر نه کوي چې دنوم په ځاي په ځاي کولو سره به بیرته ستونزه حل شي  زه به دلته دنوم دوتلو په هکله  هم لنډه توضیح درکړم .

دنوم وتل په افغانستان کې ډیره دود ده چې یو کس  په بیلابیلو رودو نوم بیرته په ځاي کوي خو په طبابت کې دغه مسله تائید شوې نه ده  .

عمومي باورونه په دې ډول دي چې کله یوڅوک دروند شی واخلي اویا ناڅاپه له یو شوک سره مخامخ شي اویا وډارشي دنس په عضلو کې یو ناانډوله  فشار او انقباض رامنځته کیږي چې دغه انتقباض ممکنه ده دنس ځینې محتویات بې ځایه کړي  چې ډیرځله دغه محتویات له دغه فشاره وروسته بیرته خپل ځاي ته ځي خو کله نوم همداسې بې ځایه پاتې کیږي په دې ډول باید یوڅوک نوم بیرته په ځاي کړي کله چې دنس غړي  اویا هلته موجود رګونه بې ځایه شي په وګړي کې دنس په درد  سربیره بې اشتهايي  ،دشونډو وچیدل ، لړزه ، او فبضیت پیدا کیږي دغه حالت ته عام خلک دنوم لویدل وایي ما په دې هکله ډیره پلټنه  وکړه په طبابت کې په دې هکله هیڅ هم نه دي ویل شوي خو دنس هر درد یو علت لري چې باید هغه پيدا او کله چې هغه علت لیرې شي نو ستونزه هم ورسره ورکیږي .

په دې برخه کې ضروري ده یادونه وکړم چې  له زړه څخه یو شریان  دټټر اونس په لور راځي چې په ټټر کې ېې نومThoracic aorta   دی اوکله چې نس ته رسیږي هلته ېې نومAbdominal aortaکیږي له دغه شریان یا رګ څخه دمعدې ،طحال ،او ځیګر په لور رګونه هم جلاکیږي او دغه راز له دغه رګه د artery    superior mesentericپه نوم یو شریان جلاکیږي  دغه راز پښتورګو ته هم له دې ځایه شریانونه جلاشوي چې دغه غړیو ته هم وینه رسوي  دنس له دې لوي شریانه لږ ښکته دوه نور شریانونه هم جلاکیږي چې artery  او inferior mesenteric artey نومیږي .

دغه لوي رګ لاندې په دولویو رګونو ویشل کیږي چې common iliac artery نومیږي او دغه رګ بیا کله چې لګن خاصرې ته ځي هلته په external  &  internal iliac artery  ویشل کیږی external iliac  artery چې کله د ورنو په لور ځي د femoral artery په نوم یادیږي چې ورنو او پښو ته وینه ورکوي .

هدف دا دی چې کله له حده زیات فشار په دغو رګونو راشي نو دبدن دغو غړیو ته دوینې په رسولو کې خنډ  رامنځته کیږي او په دې ډول ممکنه ده غه ستونزې پيدا کړي چې موږ په عامه ژبه کې وایو ددغه کس نوم وتلی دی نو په دې ډول طبي منطق ېې ښايي دا وي  .

دغه خبره په شک کې ده چې د دروند شي پورته کول او یا نا څاپي فشارونه او شوکونه دنس داخلي غړي بې ځايه کړي .البته کله چې دنس په هرې برخې التهاب موجود وي سړی بې وسه ،بې  اشتها او دروندوي  .

نو زموږ مشوره تاسو ته دا ده چې غوره ده لومړی یو داخلي ډاکټر ته ورشئ او دنس او خیټې  د درد او دغې بې اشتهايۍ اصلي علت پیدا کړئ په معایناتو او په تیره بیا التراساوند سره دغه ستونزه په آسانه تشخیص کیداي شي  ځکه ښايي دکولمو التهاب هم دغسې دردونه او بې اشتهايي پیدا کړي دغه راز دمثانې التهاب او نورې ډیرې ستونزې شته چې باید په تشخیص کې ورته توجه وشي  دځیګرمعمولي ستونزې او دکولمومیکروبي کیدل هم قبضیت هم دغه ستونزه پیدا کوي چې موږ دیوبل اوریدونکي دپوښتنې په ځواب کې په تفصیل سره دقبضیت په هکله خبرې کوو  التبه دنس دردونه ډیرعلتونه درلوداي شي چې په لنډه توګه به ځینو هغو ته اشاره وکړو :

۱ :دنس د درد یو علت ممکنه ده داپندکس پړسو ب وي  دغه درد لومړی دنوم شاوخوا وبیا په ښه ښيي اړخ کې پيدا کیږي او ډیرسخت  وي داسې درد وي چې سړی فکر کوي نس ېې شلیږی  که ژر معالجه نه شي مکنه ده دنس په منځ کې دپړسیدل اپنډکس په چودلو سره دانسان ژوند ته ګواښ پیښ کړي .

۲:دکولموپړسوب چې دپاریدونکو کولموسندروم ېې بولي  دغه مزمنه ناروغي ممکنه ده څوکاله  موجوده وي او  د نس درد ،اسهال ،باد . اوقبضیت رامنځته کړي  تراوسه ددې مرض اصلي علت نه دی معلوم شوی  خو دغه ناروغانو ته سپارښتنه کوي چې  خوراکي رژیم سم کړي اوسترس او روحي فشارونه له ځانه لیري کړي .

۳:په میرمنو کې کله چې هګۍ له تخمدانه درحم په لورراځي او هلته ځاي په ځاي کیږي ممکنه ده دردونه پيدا شي  چې دا مضر  درد نه دی او په څو ساعتونو کې له منځه ځي .دغه راز په میرمنو کې له رحمه بهر حاملګي او نورې زنانه ناروغۍ هم شه چې د نس دردونه پيدا کولاي شي .

۴: دلګن خاصرې التهاب اوپړسوب هم مکنه ده دنس دردونه پيدا کړي .

۵:دارار چرک او دپښتورګوکاڼي  او حالب ستونزې هم ممکنه ده دنس ددردپه شان څرګند شي .

۶: دمثانې التهاب هم ممکنه ده داسې ستونزې پيدا کړي چې  دنس دردونه ورسره وي او دغه  رازر په ادرار کې سوی او وینه هم ممکن ورسره موجوده وي .

پردې سربیره نورې ډیرې ناروغۍ هم ممکنه ده دنس دردونه پيدا کړي ځکه خو کله چې دنس درد لرئ بې له دې چې کوم درد ضد درمل وخورئ غوره ده ډاکټر ته ورشئ او اصلي علت ېې پيدا کړئ ترڅو چې علت نه وي پيدا شي عارضي معالجه  به هیڅ ګټه ونه کړي .