پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د نشه يي توکو کارونه

لیکوال: حضرت عثمان نوري مومند

که څه هم د نشه يي توکو کارونه (څشنه) د اسلام مبارک دین له نظره حرام دي؛ خو ددې ترڅنګ مو هوسا او ارامه ژوند هم بربادوي

د قران او حدیثو له نظره د نشه يي توکو کارونه:

د حضرت جابر (رض) څخه روایت دی چې حضرت محمد (ص) فرمایلي دي: هر نشه راوړونکی او مستي راوستونکي څيز حرام دی.

حضرت عایشه (رض) فرمايي: چې نبي کریم (ص) فرمایلي دي: څوک چې یو ګوټ (غړپ) دشرابو اوڅښي؛ نو الله تعالی به ورباندې لړمان او ماران مقرر کړي، او چا چې په شرابو کې د شراب څښونکي سره مرسته وکړه، نو د د اسلام په نړولو کې مرسته وکړه، او چا چې شراب څښونکي ته پور ورکړ؛ هغه دیو مسلمان په وژلو کې مرسته وکړه، او څوک چې د شراب څښونکي سره ناسته پاسته (اوسېدانه) کوي؛ نو د قیامت په ورځ به په داسې حال کې ړوند راپاڅیږي؛ چې هېڅ دلیل به هم نه لري.

د سګرتو څکول یو تر ټولوضررناک او بد عادت دی. د بدن هر غړی اغېزمنوي او دهغه غړي د خرابېدو لامل کیږي. د وقایې وړ مړینو تر ټولو لوی عامل دی؛ مثلا هر کال یوازې په امریکا کې ۵۸۰۰۰۰ کسان وژني.

سګرت څکول د سږو د سرطان څخه د مړینو د ۹۰٪ ، او د سږو د مزمنو بندشي ناروغیو د ۸۰٪ مړینو مسئول دی. د زړه د بندشي ناروغیو خطر او اندېښنه دوه چنده، د نارینه و د سږو د کانسر خطر ۲۵ چنده، د دماغي سکتې د خطر نسبت له دوه تر څلور چندهاو د ښځو د سږو د سرطان د ۲۸ چنده پېښو مسئولیت پرغاړه لري.د سږو ناروغیو سربېره  د مثانې، وینې (حادې میلوما، لیکوما)، د رحم د غاړې،پښتورګو،  لویو کولمو ځیګر، تالو، ټانسل، سرې غاړې، پانکرانس، معدې، د هوا نل، مرۍ ، حنجرې، او قصبي ناروغیو ته هم د خطر زنګ دی.

د سګرټو د لوګي نور ضررونه په دې ډول دي: له وخته مخکې زیږون، مړه زیږونونه، د کم وزنه ماشوم زېږول، د نوي زېږېدلي ماشوم ناڅاپي مړینې، ورکه شوې امیندواري او د نورو تکلیفونو سربېره د نارینه سپرم کمزوري کولو ترڅنګ هډوکي هم کمزوري کوي.که څه هم د سګرټو څکول کومه ګټه نه لري بلکې سپین رنګي غاښونه بدرنګ او ژیړوي، او بیا یې سوري کېدلو ته یې زمینه برابروي.او ورسره د طب دندان پوهانو په باور د دوهم ډول شکرې ناروغۍ، التهابونو لکه د بندونو د التهاب او د معافیت د سیستم کمزوري کولو ته هم زمینه مساعده وي.

د سګرټو یو خطرناک ضرر دا هم دی کله چې یو شخص سګرټ څکوي، له خولې څخه یې بهر شوی (غیرفعال) لوګیتر لومړي لوګي ډېر خطرناک دی. د کورنۍ هغه غړي چې یاد لوګی تنفس کړي، نسبت اصلي سګرت څکونکي ته یېناروغۍ ژر او خطرناکې وي. معصوم ماشومان چې بدن یې لا خام او مقاومت یې کمزوری وي، د لا ډېر خطر سره مخ کیږي. دلته یوې مهمې نقطې ته اشاره کووم هغه دا چې بدبختانه په اطرافو (بانډو) کې زیات نشه يي مشران او ځوانان شته چې دنشه يي توکو راوړلو لپاره د کلي نژدې هټیو ته لیږل کیږي…

د کورنۍ مشران که هغه پلار، ورور، کاکا، ماما که هرڅوک وي چې دا ډول ناکاره کارونه کوي؛ نه یواځې ځان تباه کوي بلکې د همدې کوچني ماشوم ژوند ته هم د نشه یې توکو کارونې پېغام هم پریږدي؛ دا په دې معنا سره چې ماشوم هم د وخت په تېرېدو او بار بار هټۍ ته لیږلو سره سره فکر کوي چې هټۍ ته ولې ځم؟ د څه لپاره ځم؟ څه راوړم؟ چاته یې وړم؟ او چې چاته وړم، هغه پرې بیا څه کوي؟ دا هغه پوښتنې دي چې دماشوم په ذهن کې یوه ورځ نه یوه ورځ حتماً راپېدا کیږي.  که ماشوم له ځان سره وانګیري چې هټۍ نه مې ځان سره نشه يي توکي (نصوار، سګرټ، چرس….) او داسې نور شیان زموږ مشران چې مایې پورته یادونه وکړه نشه یي توکي کاروي راشه نن یې ته هم وکاروه چې خوند یې څنګه دی؟ که لومړی نصوار وکړي په هغه وخت کې پرې بد تاثیر هم کولی شي، ورو، ورو د نصوارو، سګرټو او د وخت په تېرېدو سره د چرسو په څکولو هم عادت کیږي.  له بله خوا د نشه يي وګړو سره ناسته پاسته هم د هغه ځوانانو چې په نشه يي توکو نه وي روږديشوی، د ملګرو په پره کې د نشې د تاثیر لاندې راتلی شي او بالاخره زیات احتمال هم ددی شته چې د نشه يي توکو په کارونۍ روږدی شي.  زه د ټولو وګړو یادونه نه کووم؛ چې په لومړیو کې نشه يي توکي نه کاروي او د نشه يي وګړو سره ناسته پاسته او اوسېدانه هم ډېره وي، خو ددې ډېر کم احتمال هم شته چې له نشه يي توکو څکولو ځان وساتي، او ډېر داسې کم وګړي لیدل شوي چې د ملګرو پَرې پرې کوم اغېز نه دی کړی.  اوهمدا ځان ساتنه له نشه يي توکو څخه د همدې وګړو د بریالیتوب نښه ګڼل کیږي.

ځیني ځوانان شته چې نشه يي توکي د یو ډول سټاېل او فیشن په بڼه هم څکوي او په لومړیو کې  دوی داسې فکر کوي، چې د نشه يي توکو کارونه کومې بدې پایلې او عواقب نه لري او زیات شمېر نشه يي ځوانان بیا نشه يي توکي د خپلو کورنیو مشرانو په مخ کې هم استعمالوي…. زه دلته نه یواځې هغه تنکي ځوانان چې نشه يي توکي د مشرانو په مخ کې څکوي، بلکې هغه مشران چې نشه يي توکي د کشرانو په مخ کې څکوي هم ګرم او ملامته ګڼم ! دا په دې معنا سره که مشران د کشرانو په وړاندې نشه يي توکي (نصوار، سګرټ، چرس….) څکوي نو ځوانان او په نشه نوي روږدي وګړي هم له مشرانو په اسانۍ تقلید کولی شي.

د کورنۍ هغه مشران چې د سګرټو بد عادت لري، که څه هم ددې حق نه لري چې ځان ته زیان ورسوي ددې ترڅنګ خپلو تنکیو ماشومانو ته د دغه زیان رسولو حق په هیڅ ډول نلري، ځکه نو هيڅکله باید د کور یا خوني په دننه کې سګرټ څکولو ته اجازه ورنکړو.

د ځینو هغه مشرانو څخه چې  عمرونه یې له ۴۰ اوښتی و او لا یې هم په مبارکه ږیره کې سپین وېښته له ورایه ښکارېدل  ددوی له جملې څخه له یو تن کاکا مې څه داسېوپوښتل: کاکا د نشه يي توکو کارونه څنګه کار دی؟ له څه وخت راهیسي مو د نشه يي توکو کارونه پېل کړې؟ دکوم لامل له مخې مو د نشه يي توکو کارونې ته مخه وکړه؟  اوس یې ددې توان لرلی شئ چې نشه يي توکې پریږدئ ؟ او هغه ځوانانو یا مشرانو ته چې نشه يي توکي کاروي او یا د نوي عصر ځوانانو ته چې لا په نشه يي توکو خوشبختانه نه دي رودي شوي څه پېغام لرې؟  نو مهرباني وکړئ !

کاکا چې دپوښتنو ځوابولو ته یې حنجره (غاړه) تازه کوله؛ په څېره کې یې بدلون راغی…  او د لومړۍ پوښتنې په ځوابولو سره یې یوه لنډه قصه (کیسه) راته پېل کړه.  ((وراره !  تاسو اوس ځوانان یاست او موږ شاوخوا دیرش، پینځه دیرش کاله وړاندې ځواني تېره کړېده… په هغه وخت کې موږ له ډېرو ګاونډیانو سره ګاونډي هېواد ته هجرت وکړ؛ او هلته مو د مهاجرت سختې او تنګې شپې او ورځې صبا کولې، ځکه دلته په ګران هېواد افغانستان کې انقلاب و….. په هغه وخت کې د جهالت او ناپوهۍ ډېر مثالونه تر سترګو کېدل چې له جملې څخه یې په بدو کې د کوچنیو او پېغلو لوڼو او خویندو ورکړه، حق او باطل نه پېژندل، د نشه يي توکو عامه او په دودیزه بنه کارول او داسې نور ګڼ شمېر مثالونه یې راته مخې کېښودل، قصه یې یې ډيره خوږه رانیولي وه، جېب ته یې لاس کړ؛ د سګرټو قطی او اورلګیت یې ترې راوښکل؛ لومړی یې سګرټ په ژبه لوند کړ او بیا په خوله کې ونیوه، کله یې چې سګرټ په خوله کې ونیوه خبرو یې غږ بدل کړ او د تورو ادا کونه یې سمه نشوه کولی، په زغرده یې اورلګیت هم د سګرټ څوکې ته ورنژدې کړ او د سګرټو بلولو سره یې وار له واره یو دود کش کړ او بېرته یې لوګی په پزه او خولې په یو وار راووېستل؛ او زیاته یې کړه: موږ په لومړیو کې چې کله دخپلو همزولو سره ناسته پاسته کوله هغویو چا سګرټ، چا نصوار او چا چرس څکول… زه یې ترټولو کشر یا کم عمره هم وم، هغه د چا خبره ایله مې نري نري بریتونه راغلي و او شونډه مې هم په تورېدو وه؛ او بله دا  چې کله مې نشه هم نه وه کړې، او په دې هم نه پوهېدم چې د نشه يي توکو کارونه څنګه کار دی؟ ښه کار دی او که بد کار دی؟ ځکه موږ  لیدل چې همزولو مو هم نشه کوله، مشرانو مو هم نشه کوله او بالاخره ما هم د نشه يي توکو کارونې ته ادامه ورکړه.  دوهمه پوښتنه یې په دې ډول راځواب کړه: له کله چې د ځلمیتوب دورې ته ورسېدم دادی اوس مې عمر له ۴۰ کلونو پورته دی او اوس هم دادی سګرټ په لاس کې بل نیولی دی. دریمه پوښتنه یې په دې ډول راځواب کړه: د ناپوهۍ او په ځوانه ځوانۍ کې د مستۍ او جهالت به وجهې مو نشه پېل کړه. څلورمه پوښتنه یې په دې ډول راځواب کړه: اوس نه بلکې کلونه وړاندې مې بار بار هڅې وکړې چې د نشه يي توکو کارونه پرېږدم خو لا به مې دوه ورځې نه وې تېرې شوې چې په دماغو کې به مې شورماشور جوړ شو، د کوچینو ماشومانو ژړا او چغې به راباندې بد تاثیر کولو، په نه خبره به مې د کورنۍ له وګړو (مېرمن او ماشومانو) سره لانجه کوله، او آن ځیني وختونه به رانه وهل او ډبول هم کیدل؛ د بدن غړي به مې هم نا ارامه و، سردردي او پریشاني به مې هم ورځ تربلې زیاتېده، او ځیني وخت به  چیرته په لاره روان وم، هېڅ په ځان نه پوهېدم چې په ځمکه روان یم او که په هوا؟ خو بې له نشې نه کېده، دې ته به اړ شوم چې بیا نشه يي توکې وکاروم؛ څو څو ځلې مې همداسې هڅه وکړه خو پایله یې په صفر کې ضرب وه. او وروستۍ پوښتنه یې چې راځواب کوله؛ لومړی یې یو سوړ اسوېلی ووېست؛ او بیا یې زیاته کړه:  که څه هم زه اوس هم نشه يي توکي کاروم، په دې راته ځان ډېر بد ښکاري چې خپله هم نشه کووم او نورو ته هم وایم چې نشه یي توکې مه کاروئ؛ خو بیا هم وایم چې لومړی باید زه کوښښ وکړم چې دا ناوره عمل لومړی زه پرېږدم او بیا نور هېوادوال؛ او هغه ځوانان چې نشه يي توکې نه کاروي، له هغوی نه هم همدا هیله کووم چې د تل لپاره د نشه يي توکو له کارونې څخه لکه څنګه مو چې ځان ترې تردې مهاله ساتلی، باید نور ترې هم ځانونه وساتئ !))

د سګرټو څکونه مو حافظه کمزورې کوي: حافظه مو د سګرټو څکولو ترڅنګ یو شمېر نور عادتونه هم کمزورې کولی شي.  لکه: د سهارنۍ نه خوړل، د حد نه زیات خوراک کول، دډېرو خوږو خوړل، پوره خوب نه کول، د ککړې هوا تنفس کول، د ناروغۍ پر وخت کار کول، د خوب پر وخت د سر پټول او کمې خبرې کول هغه څه دي جې د حافظې په کمزورې کولو کې مهم رول لري.  ډيری زده کوونکي چې کله ناکله  د درس د زده کړې څخه شکایت کوي او وايي: چې کله ښوونکی په درسي خونه کې درس راکوي په بشپړ ډول د ښوونکي څخه اخذ (لاس ته راوړنه) نه شم کولی… او د دښوونځي یا پوهنتون د درسونو داسې نورې بهانې هم کوي…… دا چې ددوی په سم ډول درس نه زده کیږي؛ لامل هم د پورته عادتو چې موږ یې یادونه وکړه، همدغه ستونزي دي چې زده کوونکي  ورسره د درسي بهیر په دوران کې لاس او ګرېوان دي.

که غواړې چې همدې ستونزو ته د تل لپاره د پای ټکی کیږدئ؛ نو د نشه يي توکو د کارونې څخه په ډېرو هڅو او کوښښونو سره ځانونه وژغورئ!

د سګرټو په پریښودلو کې یو ښه حقیقت هم شته؛ د مهربانۍ له مخې سګرت پرېږدئ، کله چې سګرت څکول پرېږدئ نو:

۱- شل دقیقې وروسته مو د زړه ضربان او د وینې فشار راښکته کېږي،

۲- دولس ساعته وروسته مو په وینه کی د کاربن مونو اکساید د زهرجن ګاز اندازه نورمال حالت ته راښکته کېږي.

۳- میاشتې وروسته مو د وینې جریان او د سږو دندې نورمال کېږي.

۴- نهه میاشتې وروسته مو ټوخی کمېږي او په اسانۍ به ساه وباسئ.

۵- یو کال وروسته به مو د زړه درګونو د ناروغیو خطر نیم په نیم راکم شي.

۶- پینځه کاله وروسته به مو دخولې، حلقوم،مرۍ او مثانې د سرطان خطر نیم په نیمه راکم شي.

هر څومره ژر چې سګرټ پرېږدئ، هومره ژر به مو بدن په بېرته رغېدا پیل وکړي.

یادونه: دانعکاس راډیو د ویبسایت اداره دهیچا دلیکنې ننګه نه کوي هر لیکوال ته بویه دخپلې لیکنې سپیناوې په خپله وکړي.