د نعنا له دغو ګټو خبر یاست؟

الله ﷻ د خپلو بندګانو لپاره په ځینو داسې خوړو کې چې ډېره په اسانه او ارزانه بیه موندل کېږي بې شمېره روغتیايي ګټې ځای پر ځای کړي وي. یو له هغو بوټو څخه چې د روغتیا لپاره ډېرې زیاتې ګټې لري نعنا (ویلنه) دی.

نعنا یو له هغو بوټو څخه دی چې د کال په هر فصل کې په مناسبه بیه د سبزیجاتو په دوکانونو کې موندل کېږي.

زیات شمېر خلک دغه بوټی له خوړو سره د تازه سبزیجاتو په ډول استعمالوي.

دلته مو د دغه بوټي له یو شمېر ډېرو مهمو روغتیايي ګټو سره اشنا کوو:

د خولې بد بوی له منځه وړي.

د انسان وینه تصفیه او صفا کوي.

د ساه بندۍ د ناروغۍ په درملنه کې ډېره زیاته مرسته کوي.

له بدن څخه زهري مواد خارجوي.

د هاضمې د ناروغیو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

د بدن پوټکي ته ځانګړی ښکلا ورکوي.

د زړه بدوالي لپاره غوره درمل ګڼل کېږي.

د سرطان څخه مخنیوی کوي.

د بدن د مختلفو برخو خارښت له منځه وړي.

د سر درد په ارامولو کې مرسته کوي.

بدن ته د اړتیا وړ انرژي ورکوي.

د ګېډې یو شمېر ناروغیو لپاره ډېره زیاته ګټه لري.

نوټ: هغه کسان چې د معدې په ناروغۍ اخته وي د نعنا له استعمال څخه وړاندې باید له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړي.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار