د نفوس وده

لیکنه: هجرت الله اختیار

کله چې اقتصادپوهان د هېوادونو ترمنځ پراختيايي تشه (واټن) ارزوي؛ نو د يو اغېزناک فکټور په توګه د نفوس ودې ته هم پاملرنه کوي. د نفوس وده د سړي سر کلني عايد په وده کې ستر رول لوبوي ځکه د نفوس زياتوالى د کاري ځواک د زياتوالي مانا لري. که چېرې په يو هېواد کې د توليد وده نسبت د نفوس ودې ته کمزورې وي؛ نو د سړي سر کلنى عايد راکمېږي. همدارنګه که چېرې په غريبو هېوادونو کې د نفوس وده زياته وي؛ نو دا د وخت په تېرېدو سره په نړۍ کې د غريبو خلکو د نسبت د زياتوالي لامل کېږي.

١.٩ شکل په ٢٠١٠ز کال کې د نړيوال بانک د احصايې له مخې په بېلابېلو سيمو کې د نفوس وده ښيي چې د ١٩٦٠ز کال په نسبت يو په څو شوې ده. د نړۍ تر ټولو غريبه سيمه، د افريقا د سب صحاران، چې دا مهال ٨٥٤ ميليونه انسانان په کې ژوند کوي، په تېرو پنځوس کلونو کې يې نفوس تر ټولو ډېره وده کړې ده. په ٢٠١٠ز کال کې د دې سيمې نفوس د ١٩٦٠ز کال په نسبت ٧.٣ ځلې زيات دى. په دويمه درجه کې منځني ختيځ او د شمالي افريقا سيمې نفوس ډېره وده کړې ده. دې سيمې په ٢٠١٠ز کال کې ټولټال ٣٨٣ميليونه نفوس درلود چې په تېرو پنځوسو کلونو کې يې نفوس ١٨٥% وده کړې ده. ختيزه آسيا او پاسفيک هېوادونه چې چين هم په کې راځي، د نړۍ ډېر نفوس لرونکې سيمه ګڼل کېږي. دا سيمه د ټولټال ٢.٢ بيليونه وګړيو د اوسېدو سيمه ده. په دې سيمه کې د نفوس وده د سويلي آسيا په نسبت نيمايي ده؛ خو بيا يې هم د نفوس وده د OECD (د اقتصادي همکارۍ او پراختيا سازمان) د غړيو هېوادونو د نفوس د ودې په نسبت زياته وه. ختيزه اروپا او منځنۍ آسيا چې د ځمکې د کُرې يوه لويه برخه په بر کې نيسي، بيا يې هم په تېرو پنځوسو کلونو کې د نفوس د ودې کچه ٣٣% سوه. دا سيمې دا مهال ټولټال ٨٩٠ ميليونه نفوس لري. د نفوس د ودې له دې بېلابېلو کچو څخه معلومېږي چې په غريبو سيمو کې د نفوس وده ډېره زياته ده، نسبت شتمنو سيمو ته، په ځانګړې توګه د افريقا د سب صحارن سيمه او په همدې خاطر په دې سيمه کې اقتصادي وده هم سسته ده. له دې څخه دا هم معلومېږي چې د دې سيمې او پرمختلليو هېوادونو ترمنځ پراختيايي تشه پراخه شوې ده.

که دا موضوع راټوله کړو، نو په لنډو ټکو کې ويلاى شو چې په افريقايي هېوادونو کې، چې له پخوا څخه هم غريب و، پراختيايي تشه نوره هم پراخه شوې ده. د چين او هندوستان په شمول په آسيايي هېوادونو کې پراختيايي تشه کوچنۍ شوې ده. د افريقا په لويه کې يوازې يو څو هېوادونه توانېدلي چې له پرمختلليو هېوادونو سره خپله پراختيايي تشه راکوچنۍ کړي، نور هېوادونه يې په دې چاره کې پاتې راغلي دي. د منځني ختيځ، شمالي افريقا، لايينې امريکا او د کارابين هېوادونو ډېره کمه اقتصادي وده درلوده، ځکه خو د دې سيمو په زياتره هېوادونو کې پراختيايي تشه لويه شوې ده.